په هرات ښار کې وسلوالو غلو د انجينرۍ پوهنځي محصل وژلی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۳۰) الماس خدرخیل

د هرات ولايت چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په مرکز کې وسلوالو غلو د انجينرۍ پوهنځي يو تن محصل په ډزو سره وژلی دی.

د دغه ولايت وياند جيلاني فرهاد رسنيو ته وویل، چې نوموړی ۲۵ کلن ځوان د انجنيرۍ پوهنځي محصل و، چې تېره شپه د وسلوالو غلو له لوري ووژل شو.

د نوموړي په وينا غلو غوښتل چې د دغه کس څخه موټر سايکل واخلي په همدې خاطر يې ورباندې ډزې کړي  او محصل وژل شوی.

بايد وويل شي، چې د هرات ښار شاوخوا سيمو کې په يوه اوونۍ کې دا درېيم کس دی، چې د وسلوالو غلو له لوري وژل کېږي.

په دې وروستيو کې په کابل، هرات او يو شمير نورو لويو ښارونو کې د وسلوالو غلو ډلې زياتې شوي، چې د ښار اوسېدونکي يې اندېښمن کړي دي.

د هرات او کابل ښار يو شمير اوسېدونکي وايي، چې د وسلوالو غلو سره پوليس په راز کې شريک دي، ځکه داسې په ډاډه زړه په ډک بازار کې غلاګانې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د لښکرګاه ښاريانو هم د وسلوالو غلو له شتون څخه شکايت درلود.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button