مصر: د حکومت له لورې د مرسي کورنۍ د ترهګرو په لست کې شامله شوه

 

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۳۰) الماس خدرخیل

د مصر حکومت د پخواني ولسمشر محمد مرسي کورنۍ ټول غړي د ترهګرو په ليست کې شامل کړي دي.

په دې اړه د محمد مرسي ځوی د ټولنيزې ميډيا له لارې په يو پيغام کې ويلي، چې د حکومت له لوري د ”  د ولسمشر محمد مرسي میرمن، اولادونه  هر یو شیما، اسامه ، عمر، عبدالله  او زه  احمد مرسي  چې ددې هیواد صادقه  بچیان  یو  د ترهګرو په لست کې نیول شوي یو“.

نوموړی زياتوي چې تر دې دمه د محکمې له لوري په رسمي ډول کوم څه شتون نه لري او نه په رسمي ډول اعلان شوی، خو د هغه په وينا چې دا پرېکړه د پوليسو د څېړنو په پايله کې شوې ده.

احمد مرسي ويلي، چې  د دوی  ټوله کورنۍ  د تیرې پنجشنبې په ورځ  د ترهګرو په لست کې شامله شوې ده  خو تر اوسه پورې  دا مسئله په رسمي توګه نه ده اعلان شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د مصر يوې محکمې يوه اونۍ مخکې د محمد مرسي او د اخوان المسلمين د ځينو مشرانو نومونه د ترهګرۍ په ليست کې د شاملولو پريکړه کړې وه.

د مصر د عدلیې وزارت  او قضايي ارګانونو عالي شورا له لوري تر دې دمه لا په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.

د يادونې ده، چې د پوځ پخواني سرلښکر عبدالفتاح السیسي د مصر په تاريخ کې پر لومړی منتخب ولسمشر دکتور محمد مرسي د ۲۰۱۳ز کال د جولايي په درېيمه پوځي کودتا وکړه او له هغې وروسته يې د اخوان المسملين اوله، دوهمه او درېيمه درجه مشران بنديان کړي او د اخوان المسلمين زرګونو پلويان يې يا وژلي او يا يې بنديان کړي دي.

 د مصر يوې محکمې لومړی پخوانی ولسمشر محمد مرسي په اعدام محکوم کړ، وروسته يې بيا فيصله بدله کړه او وروسته يې بيا دا پريکړه په ابدي بند بدله کړه .

محمد مرسي د خپلې واکمنۍ پر مهال د فلسطیني مقاومت ډلې، حماس سره نژدې اړیکې لرلې. د سيسي رژیم د حماس جهادي غورځنګ «ترهګر» بولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button