مالي: د القاعده ډلې په موټربم بريد کې ۶۰ سرتيري وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۳۰) الماس خدرخیل

د مالي افريقايي هېواد چارواکي وايي، چې په يوه موټربم بريد کې د دغه هېواد ۶۰ سرتيري وژل شوي او ۱۱۵ نور ټپيان دي.

د چارواکو په وينا حمله دغه موټربم بريد په شمالي ښار ګاو کې په يوه پوځي کمپ ترسره شو.

د بريد مسئوليت د شمالي افريقا لپاره د القاعده څانګې المغرب په غاړه اخيستی او ويلي يې دي، چې ”دا هغو خلکو ته سزا ده چې له فرانسوي اشغالګرو سره همکاري کوي“.

د معلوماتو له مخې، په دغه پوځي کمپ کې هغه سرتېري او د مخالفو وسله‎والو ډلو غړي اوسي، چې د دې هېواد په شمالي دښته کې د ملګرو ملتونو د سولې د تړون له مخې ګزمې کوي.

څه موده مخکې د دغه هېواد مخالفینو ګواښ کړی و او ويلي يې و چې”فرانسه به د مالي هېواد پر شمال، مسلمان میشتو سیمو د برید لپاره درنه بیه پرې کړي“.

اوسمهال په مالي افريقايي هېواد کې د فرانسې له دوه زرو زيات پوځيان ميشته دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button