فراه: وسلوالو نښتو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۳۰) الماس خدرخیل

د فراه ولايت فراه رود ولسوالۍ څخه يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې په ياده ولسوالۍ کې له درې ورځو راهيسې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ په وقفه يي ډول وسلوالې نښتې روانې دي.

د سرچينې په وينا په دې نښتو کې له شلو زياتو سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د سرتيرو يو تعداد موټرو ته يې زيان اړولی.

بل پلو وسلوالو طالبانو د يادو بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی او په يوه خبرپاڼه کې يې ويلي، چې د يادې ولسوالۍ بازار، تونک او عبدالله خېلو سيمو کې بيګا ناوخته په امنيتي ځواکونو جګړه کړې او پکې يې ۸ تنه عسکر وژلي.

طالبان وايي، په ټوله درې ورځنۍ جګړه کې ۱۲ دولتي سرتيري وژلي او ۷ نور يې ټپيان کړي دي.

د طالبانو له خوا په خپره کړې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په ټوله جګړه کې د دوی ۳ تنه وسلوال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د سيمې يو تن اوسېدونکي نوراغا وايي، چې د دواړو لوريو په نښتو کې شاوخوا ۱۰ تنه ښځې  او ماشومان هم ټپيان شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button