(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۳۰) الماس خدرخیل
د امريکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دا مې نه خوښېږي چې د ټويټر له لارې خپل نظر څرګند کړم، خو دا کار ځکه کوم چې په خبري رسنيو باور نه لرم.
هغه دا څرګندونې تېره ورځ فاکس خبري ادارې ته وکړې او زياته يې کړه، چې له دې وروسته به هم هره ورځ سهار مهال خپل ټويټر ګوري او خپل پيغامونه به د ټويټر له لارې ورکوي.
ټرمپ وايي، د خپلو پيغامونو په انتقالولو کې په خبري رسنيو باور نه لري.
د امريکا منتخب ولسمشر ټرمپ فاکس نيوز ته دغه راز ویلي، چې له سپینې ماڼۍ د خبري رسنیو د لېرې کولو لپاره له خپل پلان څخه ځکه تېر شوی چې دې کار د خبري شبکو سخته غُصه راپارولې وه.
ټاکل شوې چې نوموړی سبا په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ۴۵ ولسمشرپه توګه لوړه وکړي.
د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو د سياليو پر مهال هم ټرمپ پر امريکايي رسنيو نيوکې کولې او د دوی خپرونې يې د خپل ځان او ګوند پر ضد بللې.


















