کاپيسا: نجراب کې طالبانو يوه امنيتي پوسته نيولې سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۲) الماس خدرخیل
د کاپيسا ولايت نجراب ولسوالۍ نه يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې بيګا شپه طالبانو د اربکيانو په يوه پوسته باندې د بريد په ترڅ کې اربکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د سرچينې په وينا طالبانو د شپې ناوخته په افغانيه سيمه کې د اربکيانو په پوسته بريد وکړ، چې پوسته وسوځېده او پکې وسلې، مهمات، نظامي توکي او نور ګڼ سامان پکې له منځه تللی دی.
بل پلو وسلوالو طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او رسنيو ته يې په لېږل خبرپاڼه کې ويلي، چې په بريد کې يې ۳ تنه محلي پوليس (اربکيان) وژلي او ۲ نور يې ټپيان کړي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر ليکلي چې، د بريد وروسته په سيمه کې پاتې اربکيان تښتېدلي، نوموړی زياتوي چې د دوی پلويانو ته يوه اندازه نظامي توکي لاس ته ورغلي دي.



