ټرمپه که هوښیار یې

خالد وزیروال

ټرمپه !  افغانستان د مسلمانانو خاوره   ده  دا د ننګ او پت میدان په باننګه او میړانه زلمیو ډک دی دلته هر افغان بچی په دین او وطن مین دی  خوښیږه مه چې څو دانې دې د شوړې او ډالرو  په مټ غولولي او ستاسې بد کړچار ته  دلایل تراشي  تر څنګ دې درومي  او په پرمختګ کې مو لاس لري تش په نامه افغانان دي  ځکه  ستر کړي هم تاسې دي تالي یې هم د ستا سې څټلي .

دلته چې تر څو ددې وطن اصلي بچیان ژوندي  وي ځواکونه به دې د ارام ساه وانخلي ان شاء الله   لکه څنګه یې چې درته ثابته کړه افغانان له اسلام او مسلمانانو څخه دفاع د خپل سر په بدله کوي او د خپل تن په وینه د اسلام باغیچه خړوبوي د خلیل په څېر لمبو ته دانګي خپل وجود او تنکۍ ځوانۍ  د بارودو په اور لولپه کوي

ټرمپه که هوښیار یې لږ  د افغانستان په ماضي کې نظر وځغلوه د افغان خاوره  پخوا هم ستاسې قبرستان و .

ټرمپه که هوښیار یې روسان په ډیر غرور او کبر د افغانانو د ازادۍ د سلبولو لپاره راغلي وو  خو هغه ظالم او جابر یرغلګر له دې ځایه مات سر او ماتې پښې وتښتېدل .

ټرمپه !  که غواړې د بش او  اوباما په پل پل کیږدې او افغانان په خپلو کې واچوې او حکومت پرې وکړې خو دا ویدۀ زمریان دي که ویښ شول نو چیرپاړ به دې کړي او تېر تاریخ به درباندې نوی څه کړي چې له هغې پورته به نوی تاریخ درته پریږدي .

ټرمپه ! ددې وطن هر کوچنی او غټ زوړ   او  ووړ  نر او ښځه آن هر غر ، هر کمر،  هره لار ، هر ګودر،  هر میدان او هر سنګر ستا دوښمن دی دلته هر کاڼی لکه څنګه چې وو داسې به ستاسې په وینو نور هم سرۀ شي.

مخکې له دې چې مات سر کړوپه ملا او شلې پښې زموږ له ګران هېواده په څلورې تښتې او مخکې له دې چې ددې هېواد بچیان تاته  د تاریخ یو بل نوی باب پرانیزي او د زوړ تاریخ تمثیل درته په عملي بڼه څرګند کړي نو ښه به دا  وي  چې خپل ډانګ او ډوبلۍ واخلې او موږ  په  خپل هېواد کې سولې او ارام ژوندکولو ته پریږدې

هغه کوم شاعر څه ښه ویلي چې:

هر یرغلګر دلته تیارو خوړلی لمر خوړلی

له حنفیت نه پرته هر یو حذب سر خوړلی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button