ننګرهار: د چت لوېدو له امله د يوې کورنۍ ۶ غړي مړه شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۴) الماس خدرخیل

د ننګرهار چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د سره رود په ولسوالۍ کې د چت لوېدو له امله د يوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي دي.

د والي وياند عطاءالله خوګياڼي رسنيو ته ويلي، چې پېښه تېره شپه د شيخ مصری په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره چې چت تیره شپه هغه مهال لویدلی، کله چې د کورنۍ ټول غړي ویده وه.

هغه زياته کړه، چې په قربانیانو کې دوه میرمنې او دوه کوچنیان هم شامل دي.

ويل کېږي، دغه کورنۍ د وروستيو نا امنيو له امله د پچيراګام ولسوالۍ څخه دغې سيمو ته راکډه شوې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button