کابل ټکی کام ۰۴عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
په را رسېدلیو خبرونو کې ویل شوي دي چې بېګاه ماسخوتن ۹ بجې د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ اړوند په لوی چراهي سیمه کې ۲ اربکیانو د خپلې پوستې ۷ تنه اربکیان وژلي دي.
ذبیح الله مجاهد یاد دوه تنه خپل ملګري بللي او ویلي یې دي چې دوی له یوه ثقیل او ۴ کلاشنکوفونو سره تر دوی پورې را رسېدلي دي.
په یو بل خبر کې راغلي دي چې د همدغه ولایت په یاده ولسوالۍ کې مهمه قرارګاه او۲پوستې د طالب جنګیالیو له لورې نیول شوي دي.
او له افغان ځواکونو څخه ۲ټانګونه ۲رېنجر او ګڼ شمېر نور مهمات هم لاسته ورغلي دي.
په خبر کې راغلي دي چې په دغه جګړه کې ۷تنه افغان سرتیري وژل شوي دي، او ۳تنه طالب جنګیالي هم ټپیان شوي دي.


















