په سپین بولدک کې دافغان ځواکونو او پاکستانۍ ملیشې ترمنځ نښته وشوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۷) عبدالهادي همت
نن ماسپښین مهال د کندهارد سپین بولدک اوښورابک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانوپه سیمه کې چې ډیورنډ کرښي ته څیرمه سیمه ده د افغان ځواکونو او پاکستانۍ ملیشي ترمنځ نښته وشوه چې پکې دواړو خواو یوپربل باندې سپکې او درنې وسلې کارولي دي .
له سپین بولدکه د رارسیدولو راپورونو له مخې په سپین بولدک کې دافغان ځواکونو اوپاکستانۍ ملیشې ترمنځ د نښتې په اړه د کندهار د والي وياند صمیم خپلواک ازادۍ راډیو ته ویلی لومړی نښته دافغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ وشوه چې په لومړیو کې سختي ډزې یوپربل وکړي.
خپلواک ویلی چې پر موټرسپرو د دولت مخالف وسله والو غوښتل افغان خاورې ته داخل شي چې سرحدې پولیسوپرې ډزې پیل کړي په مقابل کې دوسله والو مخالفینو او سرحدي پولیسوترمنځ نښته رامنځ ته شوه
د ترلاسه شوو راپورونو په اساس خپلوت تائید کړې ده چې په دې پیښه کې يو سرحدي پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي
دخپلواک په وینا دوسله والو مخالفینوپه ملاتړ پاکستانیو ملیشو هم پرافغان سرحدي پولیسوډزې پیل کړې خو دا نه ده څرګنده چې پاکستاني ملیشې څومره مرګ ژوبلې اوښتې ده.
د یاد بريد په اړه طالبانوتراوسه رسنیوته څه نه دي ويلي



