د رمې فیصلې به شپانه کوي که لېوان؟

لیکنه: د خړې حجرې خړ طالب
زمونږ روان جهاد عقلاً او نقلاً فرض دی
زمونږ برحق جهاد آن د روسانو له وخته راشروع شوی، د لاس د گوتو په شمېر هېوادونو څخه ماسوا ټولې نړۍ، اسلامي او کفري هېوادونو راسره بدرګه کړی، زمونږ جهاد یې برحق بللی.
ټولې نړۍ، کفري او اسلامي هېوادونو، یا خو د خپلو مفاداتو په خاطر او یا هم د دیني وجیبې او تړاو په خاطر زمونږ د جهاد ننگه کړې او راسره درېدلي دي.
هغه وخت د روسانو او د هغوی د داخلي غلامانو، بریجنیف پا لانو پر خلاف؛ د جهاد مشروعیت د ټولې اسلامي نړۍ حق پرستو ملایانو با الاتفاق تأیید کړی وو، د روسانو په خلاف د افغانستان د مجاهد او غیرتي ولس د غیرتمنو ملایانو له خوا د برحق جهاد د علمي فتوی ننگه په یوه اواز سره کړې وه.
د روسانو او د هغوی د داخلي غلامانو، خلقیانو، پرچمیانو بریجنیف پا لانو په مقابل کې د خړو پړو حجرو، مساجدو، مدارسو د ملایانو، امامانو او طالبانو په فتوی، په قیادت او په عملي ګډون افغان غیرتي ولس په دسته جمعي ډول جهاد شروع کړ او د خپلو ملایانو خبره یې د بلا قربانیو په متحمل کېدو، د شهادتونو، زخمونو، هجرتونو، زندانونو او رنگارنگ تکالیفو په زغملو سره په سړه سینه ومنله، جهاد یې پیل کړ، د ملایانو د جهاد فتوی ته یې د عمل په میدان کې لبیک وویل.
هیاهوی شروع شو، هغه وو، چې جهاد د بري پړاو ته ورسېد او مجاهدین په کابل واکمن شول.
خو د جهاد ځیني رهبران د قدرت پرستۍ په وجه د جاه او جلال د شهوت ښکار شول، د جهاد اهداف یې تر پښو لاندې کړل او د بېگانگانو د مفاداتو او اهدافو د تحقق لپاره یې کار شروع کړ او ځینو خدای پرسته، د جهاد په مسیر برابر رهبران، د ولس علمي قشر او عام مجاهدینو له دې حالاتو کناره جویي اختیار کړه او د دې ناورین د محوې په فکر کې یې خپلې هلې ځلې شروع کړې.
حالات دومره خرابېدل چې د انسانیت تر پړاو واوښتل، هر چاته ځان او د ځان ګټې مطرح وې، رنگارنگ فساد تر خپل حد تېر شو، د مخلصو مسلمانانو نا امیدي ورځ تر بلې زیاتېدله.
ملایان چې تل یې د امت د نجات لپاره ځان قربان کړی، دغه حالت ونه شوای زغملای، نو یې د ولس له زړونو د هغوی د جهاد د خاورې شویو ارمانونو تصویر او تصور د طالبانو د تحریک په نامه هآآآ د اسلام د ستر مجدد، د روسانو د جهاد تنکی مبتکر او عکّار چې دا وخت د جهاد له سنگره د تېر جهاد په وجه د خپل پاتې درس په موخه خړې حجرې ته مخه کړې وه؛ بېرته په دې هدف له خپلې خړې حجرې راستون شو چې خپل مظلوم ولس او د اسلامي امت بې شپونه رمه چې د داړونکو لېوانو او شرمخانو له خوا داړل شوې وه، بېرته سره راټوله کړي، د ولس د شهیدانو وینې له ضیاع څخه وساتي، د اسلام او ولس ارمانونه پوره کړي، د کونډو، رنډو او یتیمانو اوښکې پاکې کړي؛ له خړې حجرې راستون شو او یو افغان شموله شر ځپونکی، فساد ختموونکی تحریک یې د شر او فساد د ملوک الطوایفي دورې په مقابل کې شروع کړ.
هغه داسې یو تحریک او داسې یو برحق جهاد وو، چې په خدای قسم د هر با احساسه افغان او مسلمان په فکر د یو روا، مشروع، لازم او د یو فرض حکم په شان ضروري بلل کېدو، چې د هر چا د زړه همدا فتوی وه، خو سره له دې د امت ملایانو بیا هم د علمي رسالت په وجه چې ورله غاړې وو، د شر او فساد په مقابل کې فتوی لا څه کوې، چې صادره یې کړه، بلکې دغه تحریک ته یې د خلافت او امارت نوم ورکړ او مؤسس یې د امیرالمؤمنین په لقب ونوماوو.
دا کار هم تر دې حده پورې ورسېد چی د فساد ټغر ټول شو او په افغانستان کې د ټول امت ستر ارمان اسلامي نظام قایم شو، داسی نظام چې د نړۍ د ټولو مستضعفو مسلمانانو د امن کور او د جهادي فکر او درس مدرسه او معسکر، او د اسلامي خلافت د تجدید او الهام لپاره د حراء غار وگرځېد.
خو الاسف دا حالت د صلیبي ښکېلاک، یهودي بلاک او کلیسا د پاپانو د زغم وړ ونه گرځېد.
هغه وو چې ټولې کفري نړۍ د اسلامي نړۍ د بې احساسه غلامانو حکمرانانو په ملتیا د اسلامي امارت په مقابل کې اشر وکر.
ټول په ګډه په وسلو او پیسو سمبال، په غرب کې د پرتو سگ شویانو، افغاني ا لاصله امریکایانو په شتون چې د دوی په خوله د افغانستان سیاسي کدرونه ول او د دوی په اند د سولې د سمبول ظاهرشاه په موجودګۍ د افغانستان په پاک حریم غیرقانوني تجاوز وکړ او د نړۍ ټول قوانین یې تر پښو لاندې کړل، افغانستان یې جبراً ظلماً په متکبرانه انداز داسې اشغال کړ، لکه روسانو چې اشغال کړی وو.
اوس به زه یو ذهني تصور درسره شریک کړم، له انساني داسې ټولنې به تېر شو، چې سماوی دین ته اعتقاد لری، یا یې نه لري، بلکې ځنگل ته به ورتېر شو، حیواني ټولنو ته به ورشو فرضاً که دې ته ورته اشر هلته ذهناً متصور کړو، څو ډلې حیوانات په گډه په اشر کولو سره د بلې ډلې په مقابل کې هجوم وروړي، تهاجمي برید ورباندې وکړي، زه تاسو پوښتم، دا حیوانات به د متهاجمینو حیواناتو په وړاندې د خپل ځان د دفاع په خاطر یو نوع عملکرد هرومرو ونه کړي؟ خامخا به دا کار سرته ورسوي، ځکه تېری ورباندې شوی، په ظلم تهاجم ورباندې شوی، مجبور دی، چاره نه لري، حتماً به دفاع کوي، خپل دښمن سره به د مرگ تر کومې خبره رسوي.
اوس لږ وړاندې ځو، داسې انسانې ټولنه متصوره کوو، چې کوم سماوی دین ته منقاد نه وي، دیني او مذهبي صبغه ونه لري، د اسماني شریعت پابند نه وي، خو په دې انساني ټولنه کې ورته پېښه او اشر صورت ونیسي، د بعضو له خوا په بعضو نورو بالمثله تېری وشي، ستاسو څه خیال دی، چې دا مظلومین به د متهاجمینو ظالمانو په وړاندې کوم عمل خپل کړي؟ او خبره به تر کوم سرحده ورسوي؟ ضرور به د خپل سر په بدله د ځان دفاع وکړي او د متهاجمینو په وړاندې به په جنګ لاس پورې کړي.
اوس له تاسو پوښتم، دا دفاع ضرور ده؟ او څوک به دا کار غلط وبولي؟
خو که چېرې دا ذهني تصور چې په حیواناتو او کفري، انساني ټولنه کې مونږ او تاسو متصور کړ، دا تصور په اسلامي ټولنه کې چې سماوی دین او مذهب ولري، د خدای حکم ته منقاد وي؛ متصور کړو، دوی ته څه په کار دي؟ حیواناتو ته خو مو د ځان د دفاع حق ورکړ، دین ته غیر منقاد انسانانو ته خو مو د ځان د دفاع حق ورکړ، اوس چې تېر تصور په اسلامي ټولنه کې په تصدیق او حقیقت بدل شوی، تېری ورباندې شوی، تهاجم ورباندې شوی، وطن یې اشغال شوی، دا کار په عمل کې شروع دی، تصور هم نه دی، بلکې تصدیق دی، پېښه او واقعیت دی او یو شی لا اضافه هم شته چې د خپل خدای دین ته د انقیاد په وجه د جهاد د فریضې حکم هم ورله غاړې دی، د تېر جهاد په استناد د امت د علماوو فتوی یې هم مخته پرته ده، د خپلې ټولنې د حق پرستو ملایانو فتوی خو په ځای پرېږده، چې ورسره شته، بلکې قیادت یې د ملا او طالب دی، د جهاد په گرم سنگر کې د خپل غیرتي ولس سره هم عالم او طالب قرار لري، شهید، زخمي، بندي ټول مو ملا او طالب ده، مستفي او مفتي مو هم ملا او طالب ده، دښمن مو هم د ملا او طالب په نامه پېژني، اوس زه د ټولو دلایلو او حقوقو با وجود د ځان د دفاع حق نه لرم؟ د خپل ځان څخه زما د د فاع او جهاد فتوی به بل راکوئ؟ هغه هم داسې اشخاص چې یا فکراً د بیگانگانو له خوا او یا هم د بیان له پلوه د زبر ځواک له خوا یرغمل شوی وي.
دا تر لمر واضحه ده، چې اوس د ټولې نړۍ په حقوقو امریکا قابضه ده، د هر چا حق یې غصب کړی، هم په فردي لحاظ، هم په اجتماعي لحاظ د ټولې نړۍ که اسلامي ده، که کفري سیاست، اقتصاد، تعلیم نور ټول امور یې د امریکا تر پښو لاندې رغړي، د بیان د ازادۍ شعار یې داسې یو په ډانگ پېیلی، ښکرور درواغ دي، چې لېونی هم د دوی دا شعار هسې ډنډوره بولي، نو په داسې حالاتو کې چې هر څه یرغمل شوي، د مادیاتو په زور متکبره امریکا د هر چا حقوق غصب کړي، بیا نو زما د جهاد فتوی زما د سنگر د ملا کار دی او بس، بل هېچاته دا حق حاصل نه دی، ځکه تېری په ما شوی، زما هر څه تر پښو لاندې شوي دي.
دا کله عقل مني چې رمه به هم لېوان داړي او فیصلې به یې هم د لېوانو په خولو کیږي، دا کار عقلاً، نقلاً او د بشریت له نظره مردود او محکوم باالبطلان دی.


