ترکیه په سوریه کې د یوې با امنه سیمې د جوړیدا پلوي کوي خو روسیې ټرمپ ته په دې هکله خبرداری ورکړی

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

روسیې امریکايې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د هغه پلان په هکله چې غواړي په سوریه کې به بې ځایه شویو سوریایي کډوالو ته یوه با امنه سیمه جوړه او اعلان کړي د بدو نتایجو خبرداری ورکړی، په داسې حال کې چې ترکیې ویلي چې د با امنه سیمې جوړولو پلوی کوي او تمه لرې چې دا کار د عمل جامه واغوندي.

د روسیې د ولسمشر ویاند دمټري بیسکوف ویلي دي چې امریکا حکومت مخکې له دی چې په سوریه کی د امن سیمې جوړول اعلان کړی له روسیې سره مشوره نه ده کړې، بیسکوف زیاته کړه چې باید واشنګټن د دې پلان د تطبیق په اړه د بدو احتمالي عواقبو په اړه سوچ وکړي.

د الجزیرة خبریال زاور شاوج د هغه له خولې ویلي دی چی روسیه انتظار باسي څو د ټرمپ په نوې اداره کې د دپلوماسۍ او فوځي یعنی د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو له اړخه د دوه کمیسیونونو تشکیلیدل تکمیل شي او په دې هکله د امریکا موقف روښانه کړي.

هغه زیاته کړه چې له پخوا نه روښانه ده چې روسیه به هیڅکله په اسانۍ سره دا ډول پروژې ونه مني، او دې ته یې اشاره وکړه چې د دا ډول امنیتي سیمو فرضيات په دغه سیمه کې د الوتنو د منع کولو په معنی دي. دا په داسی حال کې چی د سوریې فضا د روسیې په کنټرول کې ده، د الجزیرة ژورنالیست دې ته اشاره کړې چې روسان په دې ټینګار کوي چی هر ډول نظامي عملیات باید له دوی یا د سوریې له رژیم سره په همغګۍ ترسره شي.

د ترکیې په پلازمینې انقره کې د ترکیی د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حسین مفتي اوغلو نن وویل چی هیواد یې له پخوا مودی نه په سوریه کې د کډوالو د امنیت د ساتلو لپاره د یوې با امنه سیمې جوړیدل تاییدوي چې باید جوړی او اعلان کړای شی. هغه د یوه مطبوعاتی کنفرانس له لارې زیاته کړه چې دادی نن مونږ د امریکا ولسمشر همغه وړاندیز چې مونږ پخوا کړی و نن په خپلو سترګو ولید چی د با امنه سیمی په اړه یې په لاره واچاوه.

ترکي ولسمشر رجب طیب اردګان هغه مهال هڅه کړې وه چی د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما دې ته قانع کړي چې د سوریې شمال ته د کډوالو د خوندیتوب په خاطر یوه با امنه سیمه لازمی وګرځوي، څو د هوایی ځواکونو له بریدونو په امن کې وي، خو واشنګټن او نورو لویدیځو هیوادونو د دې ابتکار په اړه د مسؤلیت هیڅ احساس ونکړ، په داسی حال کی چی د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر میاشت کې په سوریه کې د روسیې مداخلې وضعه خورا کړکیچنه کړه، او د با امنه سیمی ایجادول یی هغه تالا ترغه کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button