پرتوګ دې سوړې ـ سوړې راوړ

جواد څارگر

ویل کېږي چې شاعر دټولنې ترجمان وي

موږ که دشاعرانو په ځینو تخیلاتو ژور فکر کړو؛ یقیناً یې دټولنې دترجمان دنده ترسره کړې او په ټولنه کې موجودې ناخوالې یې دقلم په نوکه پنځولي.

پرتوګ دې سوړې ـ سوړې راوړ ……. هم دکوم شاعر له خولې وتلې لنډۍ ده. هغه چې هغه مهال دڅه لپاره ویلې نه پرې پوهېږو مګر دومره ترې انګېرلی شو چې دیو چا روزمره ناخوالو او نادودو تنګ کړی نو مجبوراً یې له خولې دغه لنډۍ ورته وتلې.

دمګړۍ موږ هم له داسې ناخوالو سره مخ یو چې پورتنۍ لنډۍ له ځانه سره زمزمه کوو

درځئ یوه شېبه به دا ومنو چې دکابل نظام خپلواک دی او طالبان دې سولې ته ورسره کښېني

پوښتنه داده چې طالبان له چا سره کښېني، او دکوم ډاکټر مخ ته زنګون قات کړي؟

ددوستم منت وکړي که عطاء ته ننواتې وکړي؟

اتمر ته جرګه شي که محقق ته؟

دا نظام داسې کوم فرد لري چې ټول ورته مات وي او خبره یې دکاڼي کرښه وي؟

حزب اسلامي ددوی په وینا سوله وکړه؛ دحزب سره دژمنه شویو وعدو په نوملړ کې کومه وعده وفا شوه؟

اوس به سائل سوال وکړي چې اداره شته، قانون شته، پوځ شته، یو مشخص میکانېزم شته او نړۍ یې په رسمیت هم پېژني؛ تاسو راشئ، ټوپک کېږدئ، سوله وکړئ او په نظام کې دموجودو ناخوالو مخه ډب کړئ.

درځئ دا به هم درسره ومنو، ټوپک به کېږدو او د افهام او تفهیم له لارې به په هیواد او نظام کې دفساد او جنګ ـ جګړو مخه ونیسو

خو پوښتنه داده چې کومه ـ کومه سوړه به وګنډو؟

دملي تاجرانو او مسلکي کدرونو په اختطاف کې دنظام درأس خلک ککړ دي او دا هر څه دملي امنیت دځرو په واسطه ترسره کېږي

په هر ولایت او هره ولسوالۍ کې ځانګړې پاچاهي ده او دزور واکانو راج دی؛ له غریبو هیوادوالو باجونه اخلي، او ملي شتمنۍ په رڼا ورځ چور کوي

دکوم فساد مخه به ډب کړو او دکومې ناخوالې غم به راونیسو؟

یوه لاره ممکنه ده چې یو مخ ټول عزل کړای شي، خو دا څنګه ممکنه ده؟

د اردو جنرالان لګیا دي ټانکونه خرڅوي، عسکر لګیا دي مرمۍ خرڅوي، تېل خرڅوي او مامورین پرته له رشوته، خبره کول عظیمه ګناه ګڼي.

وزیران صاحبان په غیرقانوني دندو بوخت دي، شراب او کباب وهي او دملت په شتمنیو ګېډې ډکوي

حیران یم چې دا دومره سوړې څنګه بندېدلای شي؟

کرزي ته مو دولس کاله انتظار وکړ، قیصه جوړه نشوه لا پسې وګړبېده

غني رایه یوړه؛ دنظار شورا بدماشان په وچ زور په واک ورګډ شول، غني بېواکه چمچه او عبدالله خان کولچه شو.

اوس که دنظار شورا له سیاست او بدماشۍ کناره کول وي؛ په تفاهم یې څنګه ګوښه کولای شو؟

لازمي ده چې افغانستان به ورته تجزیه کوو او که تجزیه نه منو؛ له جګړې پرته بله لاره شته؟

موږ افغانان دمګړۍ دداسې حساسو شېبو سره مخ یو چې که لېږه ناغیړي وکړو؛ تلپاته اسارت او تاریخي ذلت به مو برخه وي

دا یو څو تنه ببر سري او پښې یبله ځلمیان چې لګیا دي، تورې څرخوي، دا ددې ویاړمن ملت دراروان تاریخ معماران دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button