فاریاب: د محلي قومندانانو په خپل منځي جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۸) عبدالهادي همت
مختلفي سرچیني وايې چې د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د دو محلي قومندانانو په خپل منځي نښته کې ملکي وګړوته مرګ ژوبله اوښتې.
د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر میرامان الله ظافر ویلی چې، د المار په ولسوالۍ کې د جنرال فاروق او یونس (د جمعیت قومندانان) او آمرمناف او وحید (د دوستم قومندانان) ترمنځ نښته شوې ده، دواړه لوري په یو بل تور پوري کوي چې جګړه يې لومړۍ شروع کړې ده.
ظافرویلي تراوسه په نښته کې یوتن وژل شوی او څلورنور ټپیان دي. یاده مرګ ژوبله د هوان د مرمۍ د لګیدو له امله رامنځ ته شوې ده چې د المارولسوالۍ په شوران سیمه کې لګیدلې ده ظافرویلي کیدای شي مرګ ژوبله زیاته شی.
جنرال فاروق قاطع (د جمعیت قومندان)ویلي چې، د دوستم خاص نماینده نظام الدین قیصاري او د پولیسو د لویې لاري قومندان حنیف بای له خپلو خلګو سره چې ټانګونه هم ورسره و، دده په ملګرو یې حمله وکړه، د یونس قومندان کور يې محاصره او د ټانګ په توپونو يې وویشت.
قاطع زیاتوي چې” له دو ورځو راپه دې خوا د جنبش قومندانو د جنګ لپاره مختلفې بهانې لټولې چې دا دی نن یې حمله وکړه“.
خو د پولیسو د لویې لارې قومندان د جنرال قاطع خبري ردوي او وایي چې د المار په جنګ کې یې ګډون نه دی کړی.



