د عهدې واکدار باید په خپل ماتحت رحم ولري

څلورمه برخه

لیکوال: طالب الحدیث: ن ق شیخ زاده.

زمونږ د بحث محور په رحم کولو باندي وو.

او نن مي مد نظر یوه بله موضوع شروع کول وو. خو زه خپله د علم التفسیر، احادیثو او سیرت د کتابو له مطالعې سره بېکچې مینه لرم( والحمدلله) نو تیره شپه مې د سیرت اړوند کتاب مطالعه کاوو. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طائف غمګین، کړاونو او دردونو نه ډک سفر مې تر سترګو شو. نو له ځان سره مې هوډ وکه، چې راځه داهم له کتونکو سره شریکه کړه ، که خدای جل جلاله کول د ښې سرپرستۍ په ترسره کولو کي مسؤل ته فائده او ګټه ورکړي.

د نبوت لسم کال او دشوال میاشت وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي په مکه مکرمه ( زادها الله شرفا) کې د ژوند کړۍ تنګه، دصبر کاسه ډکه شوه او ظلم خو پاي نوو . نو کلک هوډ او اراده یې وکړه چې که یو بل ښار ته ورشي او د ایمان بلنه ورکړي نو یا خو به ایمان راوړي . او که نه یې نو ملګرتیا خو به یې خامخا وکړي . تر څو اسلام ته دعوت په هوساینې سره وکړي.

خپل ازاد شوی غلام ( زیدبن حارث رضی الله عنه) یې د سفر ملګری که. د ۹۰ کیلو متره مسافې له قطعه کولو طائف نومې ښار ته ورسید . او د لارې په اوګدو کې به چې په کوم قوم، یا کلې تیریده نو داسلام بلنه به یې ورکوله خو یو کس هم غاړه ورته کینښودله .

په طائف کې یې د عمر بن عمیر ثقفي درې ځامنو ته چې د قوم مخور، او ملکان وو د اسلام راوړلو دعوت ورکه. بالاخره د درې واړو له بد ګویې، او سپکو سپورو نه پرته یې څه ونه مندل.

له لسو ورځو تیرولو ورسته نا امیده بیرته راروان شو.

نو بد بختو خپل ماشومان، لیونیان او لوپران ورپسې کړل او دمره یې په کاڼو وویشته چې پڼې مبارکي یې له وینو نه ډکې .

او زید بن حارث رضی الله عنه به یې دفاع کوله.

ام المؤمنین عائشه رضی الله تعالی عنها فرمایی:

ما له نبی کریم صلی الله علیه وسلم نه وپښتل:

د احد له ورځې په تا بله سخته ورځ راغلي.

هغه راته وو فرمایل:

ستا له قوم نه ما ډيري بدي ورځې لیدلي خو تر ټولو بده یې د طائف وه ( بخاري کتاب بدأ الخلق)

او څلور نیم کیلو متره منزل یې پیاده وکه ستړی شو او د ربیعه د ځامنو ( عتبه، شیبه) باغ ته ورغی او دیوال ته یې ډډه مبارکه ووهله ۰۰۰ بیا یې اوګده دعــــا وکړه چې غم او خفګان له وړایه په کې ښکریدل.

او د هغو دواړو زړونه ورباندی وخوږیدل او خلق یې ورنه وشړل او غلام ته یې وویل: د انګورو یو وښکالی ورته راوړه؟  ۰۰۰ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له باغ نه خورا غمګین او خفه ووته چې قرن منازل ته ورسید نو جبرئیل علیه السلام چې ملک الجبال ور سره وو راغی او هغه یې ورمعرفې که.

او ورته ویې ویل: که ستا خوښه وي اهل مکه وو باندي به دا دواړه غرونه ( ابی قبیس، قیقعان)  رایوځای کړم؟‌!

رحمت للعالمین صلی الله علیه. سلم ورته وویل: نه، زه امید لرم چې د دوی راتلونکې نسل کې خو به څوک ایمان راوړي.

اهل مکه وو د تکلیفولو او ځورولو له هیڅ قسمه لارې نه دریغ نه ده کړی.

تر دی پوري چې دوی کې به تکړه، بهادر او بتانو ته ډیر وفادار هغه څوک وو چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ډیر ضرر ورسوي .

زما په فکر جبرئیل علیه السلام هم اهل مکه له همدي وجي یاد کړل ځکه د بدمرغۍ اصلي لامل او مصدر همدا اهل مکه وو.  که دوی د نبي کریم صلی الله علیه وسلم هرکلی،  او خبر منلي وی دا هیڅ به هم نه وو.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم کفارو ته بد دعــا ونکړي نو دا رحـــم نه ده نو نور څــــــه دي.

نــــــوربـــیـــا.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button