نړیوالوبشری نهادونود ټرمپ لخوا بندیانو ته شکنجه ورکول وغندل

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۸) صابر خپلواک
د سره صلیب نړیوالې کميټې، خیریه سازمانونو، د حقوق پوهانو نړیوال کمیسون او د نړیوالو بشري حقونو ډلو د امریکا د جمهور رئیس ډونالدټرمپ لخوا د شکنجې بیا اجازه ورکول وغندل.
دلوړپوړو امریکایي مقاماتو هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې ټرمپ به د دې کار د بیا ارزولو امر وکړي اوکیدای شي همدا کار د دې سبب شي چې د مرکزي استخباراتو یا سي. آی.ای هغه پروګرام بیا له سره پیل شي چې د ترهګرۍ په تور مشکوک کسان به يي د هیواد بهر د بلک سایټ په پټو زندانونو کې د تحقیق لپاره ساتل.
د حقوق پوهانو د نړیوال کمیسون او پالیسی د چارو مدیر عیان سیدر من د پنجشنبې په ورځ د جنوري په ۲۶ تاریخ په یوه اعلامیه کې وویل چې د بندیانو دا شکنجې او په تورتمو ځایونو کې د هغوئ ورکیدل یو جدي جنایت دی چې باید هیڅ کله تکرار نشي.
د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو نړیوال سازمان او په بریتانیه کې د عفوې په نوم یوې بلې ډلې چې د ګوانتانامو د ګڼ شمیر زندانیانو استازیتوب کوي، په ګډه د شکنجې بیا پیل کیدل غندلي دي، او زیاته کړې یې ده چې په هېڅ قانون کې د دې ناوړه کار اجازه نشته .
د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند ایوان واټسن وایي د هر ډول سیاسي رهبر لپاره چې د شکنجې دفاع وکړي د ډيرې اندیښنې وړخبره ده، واټسن وویل تجربو ښودلې چې شکنجو هیڅکله نتیجه نه ده ورکړې بلکې یوازې د کرکې او نفرت ډيریدو سبب شوې ده.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې مسؤلین یو شمېر زندانونو ته ورغلي، د بندیانو سره لیدنې کړې دي، خو د هغوی د ارزیابۍ موندنې نتیجه یوازې د همدې محبسونو د چارواکو او مسؤلینو سره شریکه کړې ده.
د سره صلیب یوې ویاندې انا نیلسن وویل چې په پام کې لري د هغو زندانونو تفتیش ته دوام ورکړي چې د امریکا په اختیار کې دي او د بندیانو د وضعیت، د هغوی سره د چلند ارزونې په محرمه توګه د مقاماتو سره شریکوي او بحث پرې کوي.
د نړیوال او د امریکا د قانون او د نړیوال منشور لکه د ملګروملتونو د کنوانسیون او د ژنیو د کنوانسیون د معاهدو له مخې، “شکنجه” کول منع دي.
واشنګټن پوست د مقاماتو په حواله لیکلي چې په پام کې ده جمهور رئیس ټرمپ په دې اړه راتلونکو څو ورځو کې فرمان لاسلیک کړي.
ځینو حکومتي مامورینو ویلي چې د تحقیقاتو د پالیسۍ پر بیا کتنې او د پټو زندانونو پر خلاصولو په کانګرس، استخباراتي ادارو او د امریکا په پوځ کې پراخ مخالفتونه موجود دي.
د امریکا په کانګرس کې د دیموکرات اقلیت مشرې استازې نانسي پلوسي وویل دا مار زموږ د هېواد لپاره خطرناک دی .
جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکین هم په یوه ټوئيټ کې جمهور رئیس ټرمپ ته په خطاب لیکلي دي چې “جمهور رئیس ټرمپ هر ډول اجرائیوي فرمان چې وغواړي لاسلیکولی شي، خو قانون، قانون دی، موږ بیا له شکنجې کار نه اخلو.



