هغه څه چې ذهن آراموي!

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۸) صابر خپلواک

هغه څه چې ذهن آراموي:

  • د نورو په کارونو کې بې ځایه مداخله مه کوی!

ډېر کله د نورو خلکو په کارونو کې مداخله هم موږ ته زیان پېښوي او هم مقابل کس ته، نو تر څو چې هغو غوښتنه در څخه نه وي کړې مداخله مه کوئ.

  • کینه کښ مه اوسئ!

موږ ټول په دې پوهېږو او تجربه کړې مو ده، چې کینه څنګه ذهن مخشوش او ګډوډولای شي، د بېلګې په ډول په دفتر کې د نورو همکارانو په پرتله سخت کار کوی، خو هغوی ترفیع اخلي او تاسو نه! په داسې حال کې، چې له هغه به مو مخکې کار پیل کړی وي، خو یوه یې هم باید د دې سبب ونه ګرځي، چې تاسو کینه وکړی.ډاډه اوسی، چې کینه مو هېڅ ځای ته هم نه شي رسولی بې له دې، چې ذهني توازون مو له لاسه ورکړی.

  • بښنه وکړئ!

بښنه ذهني ارامۍ ته د رسېدلو تر ټولو اسانه او ښه لاره ده، موږ په دې دلیل، چې چا توهین کړي یو او یا یې زموږ په اړه بدې خبرې کړې او زیان یې را رسولی، په زړه کې ور سره حسادت او کینه کو، یوازې بښنه کولای شي ذهني ارامتیا در په برخه کړي.

  • له نورو څخه د ستاینې تمه مه کوئ!

نړۍ له ډېرو کسانو څخه ډکه ده، یو به پیدا شي، چې بې له کومې تمې ستاسو ستاینه وکړي، نور اکثره کېدای شي نن ستاسو ستاینه وکړي ځکه تاسو په قدرت کې یی، همدا چې خپل ځای مو له لاسه ورکړ ستاسو موفقیت هېروي او بیا به مو غیبت کوي، ولې دومره کوشش کوی، چې د نورو په وړاندې مطرح شئ؟ خپله دنده په پوره صداقت سرته ورسوی او د نورو د ستاینې په تمه مه کېنئ.

  • د خپل توان په اندازه مسؤلیتونه پر غاړه واخلئ!

 موږ ډېر کله غواړو، چې ډېر مسؤلیتونه پر غاړه واخلو، داسې فکر کوو، چې دا کړنه به مو د ذهن د ارامتیا سبب وګرځي، خو تاسو ته، چې خپل توان معلوم دی ولې له اندازې زیات مسولیتونه قبلوئ؟ تاسو نه شئ کولای زیات مسؤلیتونه  پر غاړه واخلی، لږ مسؤلیت واخلی، تر څو ارام ذهن ولرئ.

  • ذهن مو هېڅ کله هم تش مه پرېږدی!

تش ذهن د شیطان د اوسېدو لپاره تر ټولو ښه ځای دی، ډېری شیطاني کارونه په خالي ذهن کې صورت نیسي، ذهن مو په مثبتو او ارزښت لرونکو فکرونو ډک کړی، اوس درته یو مصروفیت پیدا کړی او د خپلې خوښې کار وکړی.

  • د نن کار سبا ته مه پرېږدئ او افسوس مه کوئ!

د خپل وخت انرژي مو په (باید) او (شاید) باندې مه تېروی، کېدای شي په ورځو، میاشتو او کلونو په همدې ډول خپل ژوند تېر کړی او خپل وخت له لاسه ورکړی، دقیق مهال وېش کولای شي کارونه مو په سمه توګه سرته ورسوی، وخت ته ارزښت ورکړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button