کابل ټکی کام ۰۶عقرب/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
ترکي ماهرانو داسې جاينماز جوړ کړی، چې انسان ته د قبلې لوری ورښيي.
دغه نوی جوړ شوی جاينماز دا ځانګړتيا لري چې کله په ځمکه واچول شي، په خپله د قبلې په لور تاوېږي او رڼا کوي.
د جاينماز بله خوبي دا ده چې د عامو جاينمازو په څېر په اسانۍ راغونډېدای هم شي.
د جاينماز جوړوونکو انجنيرانو په وينا دغه جاينماز په ځانګړي ډول له هغو خلکو سره ستره مرسته کولای شي، چې د سفر پر مهال د لمانځه ادا کولو لپاره د قبلې د لوري معلومولو ته سرګردان وي.


















