لاهور کې چاودنې ۷ کسان وژلي او پنځلس نور ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۵) الماس خدرخېل

نن له غرمې مخکې د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې يوه چاودنه ترسره شوه، چې له امله يې اووه کسان ووژل شول او پنځلس نور ټپيان شول.
د دغه ښار پوليس چارواکي وايي، چې چاودنه د لاهور ښار په ډيفنس سيمه کې په يوه مارکيټ کې رامنځته شوې ده.
د دغه ایالت د قانون وزیر رانا ثناوالله له رسنیو سره په خبرو کې وويل، چې په دې چاودنه کې اووه تنه وژل شوي او پنځلس تنه ټپيان دي.
بل پلو د پوليسو يوه مشر حيدر اشرف پاکستاني رسنيو ته ويلي، چې په ياده چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او له شلو زيات ټپيان دي.
ويل کېږي، د چاودنې ځای ته نږدې ودانۍ زيانمنې شوي او شاوخوا ودانيو او د موټرو ښيښې يې ماتې کړي دي.
په وروستیو کې په پاکستان کې بیا چاودنې او بریدونه ډېر شوي چې له امله یې تر دا مهاله له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button