سوریه کې هوایي بریدونو لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۵) صابر خپلواک

د سوریې رژیم عسکرو د چهار شنبې په ورځ د دمشق په ختیځ کې د تشرین په سیمه توغنديز بریدونه کړي، چې له امله یې ۲۰ تنه وژلي، او ۱۰۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د ولسي دفاع ډلې ویلي، له تیرو څو اونیو راهیسې د سوریې رژیم د عسکرو لخوا هوایي بریدونه کیږي، چې له امله یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغې ډلې ویلي، په یادو هوایي بریدونو کې یو شمېر کسان د کنډولو لاندې شوي  چې د ولسي دفاع  ډلې غړي یې د رایستلو په هڅه کې دي.

فعالانو ویلي، د بشارالاسد د رژیم پوځيانو د دمشق په جنوب کي د یرموک په کمپ هم توغندیز بریدونه کړي ، چې له امله یې یو تن وژلی ، او یوشمېر نور یې ټپیان کړي دي.

د سوري فعالانو په وینا، د بحوث العلمیة او الراشدین په سیمو کي د جګړو په ترڅ کي د سوريې د رژیم ګڼو پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په حمص او حماه کي هم الوتکو ولسي وګړي په نښه کړي او مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

دا بریدونه په داسې حال کې کیږي، چي نن پنجشنبه په ژنیو کي د سوريې د بحران په اړه د خبرو اترو څلورم پړاو پيلیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button