صراط المستقیم؛ نیغه او هدف ته رسېدونکې لاره

لیکنه: محمد عمر حماد
ټول مسلمانان په پینځه وخته لمونځ کې د (اهدناالصراط المستقیم) په دعاء سره له الله تعالی څخه د سمې لارې غوښتنه کا، راځئ قرآن ته رجوع وکړو چې صراط مستقیم(سمه لاره) کومه ده.
۱: توحید
(إِنَّ اللَّهَ رَبِّى وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ ۗ هٰذَا صِرٰطٌ مُّسْتَقِيمٌ) سورة آلعمران ۵۱
ژباړه: الله هم زما رب دى او هم ستاسي؛ له دې امله تاسي د هماغه بندګي غوره کړئ، همدا سمه سيخه لار ده.
۲: قرآن کریم
(وَهٰذَا صِرٰطُ رَبِّكَ مُسْتَقِيمًا ۗ قَدْ فَصَّلْنَا الْءَايٰتِ لِقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ) سورة الانعام ۱۲۶
ژباړه: او دا ( قرآن) لار د رب ستا ده نیغه، یقیناً په تفصیل سره بیان کړي دي موږ آیاتونه هغه قوم لره، چې نصیحت قبلوي.
۳: د انبیاء کرامو لاره
(وَهَدَيْنٰهُمَا الصِّرٰطَ الْمُسْتَقِيمَ) سورة الصافات ۱۱۸
ژباړه: هغو ته مو سمه لاره وښودله.
۴: د رسول الله تابعداري
(وَإِنَّهُۥ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُونِ ۚ هٰذَا صِرٰطٌ مُّسْتَقِيمٌ) سورة الزخرف۶۱
ژباړه: او هغه (عیسی علیه السلام) په اصل کې د قيامت يوه نښانه ده؛ نو تاسي په هغه کښي شك مه كوئ او زما خبره او متابعت ومنئ، همدغه سمه سيخه لاره ده.
#صراط المستقیم: هغه لاره چې نیغه وي، زیاتی او کمی ( افراط او تفریط) او کوږوالی پکې نه وي او هدف ته رسېدونکې لاره وي.



