له المان نه د افغان کډوالو درېیمه ډله کابل ته راورسېدله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۵) صابر خپلواک
المان د افغان کډوالو هغه ١٨ کسيزه ډله له خپل هېواده ايستلې چې په محکمو کې يې د پناه اخيستلو دوسيې رد شوې دي.
دا درېيمه ډله ده چې د تېر کال له وروستيو څخه تر دې مهاله له المان څخه کابل ته لېږل کېږي.
الماني رسنيو نن په راپورونو کې لیکلي ، چې دغه اتلس افغانان پرون په يوه ځانګړې الوتکه کې کابل ته را ولېږدول شول.
له دې مخکې هم د ٥٠ او ٤٠ کسیزو ګروپونو کې افغانان کابل ته را لېږدول شوي وو.
تېر کال تر ټولو ډېر کډوال چې ۸۰زره ته رسېدل، له المانه ایستل شوي او د دغه هېواد چارواکي وايي چې ياد شمېر به په ۲۰۱۷ کال کې لا لوړ شي.
د اروپايي اتحاديې دغه غړي وایي، چې هېواد ته یې په تېرو ۱۸ مياشتو کې تر يو ميليون ډېر کډوال ورغلي چې ډېری يې د سوريې له جګړې تښتېدلي دي.



