کندز کې د اردو یوه چورلکه نسکوره شوې

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لیږل شوي پیغام کې ویلي چې، نن ماسپښین شاوخوا درې بجې د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د اردو یوه چورلکه د طالبانو له لورې ویشتل شوې او د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې راغورځېدلي.
ویل کیږي چې د اردو ۲ چورلکې تخار ولایت ته تللې وې تر څو د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې بمبار وکړي چې یوه یې د طالبانو له لورې وویشتل شوه.
بلخوا چارواکي وایي چې د اردو یوې چورلکې د تخنیکي ستونزو له امله ”بېړنۍ ناسته“ کړې او پیلوټان یې په بله چورلکه کې خوندي سیمې ته انتقال شوي.
ځايي اوسیدونکي وايي چې په چورلکه کې شته نظامي توکي طالبانو له ځان سره وړي.



