مجاهده!

ليکنه: طلحه افغان

ستا لار سپيڅلې ده؛ ځکه همدا ته يې چې د الله تعالی حکم دې په ځان منلی او اسلام ته دې په زړه کې ځای ورکړى دی نه د ژبې په سر. رښتینې لار نن په سختيو کې پټه ده او هر څوک نه شي کولاى چې دغه سختيو ته غاړه کيږدي؛ نو يوازې ته يې چې په دغه لار باندې مزل کوې.

مجاهده!

 ته سپيڅلی يې؛ ځکه چې په دومره انسانانو بالخصوص مسلمانانو کې ته الله تعالى په خپل فضل د دغه سپيڅلي فريضې د پرځای کولو لپاره انتخاب کړی يې او له هر ډول ناوړو عملونو غلا، ظلم، تهمت، تکبر او ذلت څخه یې تا ته د جهاد په برکت نجات درکړی.

 مجاهده!

 ستا ارمان سپيڅلی دى؛ ځکه چې ستا يوازينۍ هيله د الله تعالی په ځمکه د سپيڅلي شرعى نظام قائميدل دي اوغټ ارمان دې د الله تعالى په لار کې سپيڅلى شهادت دى.

مجاهده!

 ته د سپيڅلو خلکو مل يې؛ ځکه چې د جهاد په لار کې د اسلام رښتیني فرزندان قرباني ورکوي او دغه قرباني واله خلک سپيڅلي دي او ته ځکه د دغه سپيڅلو خلکو مل يې چې تا هم د دوی په شان سپيڅلې لار نيولې.

مجاهده!

 ستا ژوند سپيڅلي دى؛ ځکه چې ستا ژوند د نوروخلکو له ژوند سره زيات فرق لري ستا خوب هم په عبادت کې حسابيږي. سبحان الله دا ستا لپاره څومره غټه نيک بختي ده چې ستا د خوب اجرهم د هغه کس له عبادت نه زيات ثواب لري چې ټوله شپه نفلونه کوي او د ورځي روژه دار وي.

ستا قرباني سپيڅلې ده؛ ځکه مونږ ګورو چې ډير خلک د شيطان او د نيوي مادياتو لپاره قرباني ورکوي چې دنيا او اخرت يې دواړه خراب دي؛ نو ته بختور يې چې د داسې سپيڅلي ذات د رضا لپاره قرباني ورکوې چې هغه په بدله کې درته ابدي ژوند ښايسته کوي او په عظيمو نعمتو دې نازوي چې دا د يو مجاهد لپاره ستره نيک بختي ده.

مجاهده!

ته د الله په نزد له رښتينو رجالو څخه يې، ستا درجه د الله تعالى په وړاندې ډيره لوړه ده، ته د څو ورځو په ژوند غلط نه شې، د نفس په خواهشاتو او مادياتو دوکه نه شې، په تکاليفو صبر وکړه او جهاد يوازې د الله تعالى د رضا لپاره وکړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button