کابل ټکی کام ۱۱عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د پکتیا ولایت سیمه ییزو چارواکو د رسنیو له لارې خبر ورکړی دی چې په ډنډ پتان ولسوالۍ کې نن ورځ چې د جګړې دویمه ورځ ده هم د امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
د پکتیا ولایت د والي ویاند ښاغلي نقیب الله احمد اتل هم شدت د جګړې تأیید کړی دی او ویلي یې دي، امنیتي ځواکونو هغه دوې پوستې بېرته له طالب جنګیالیو څخه خپلې کړي دي چې تېره ورځ یې نیولې وې.
د اتل په وینا چې تر اوسه پورې ۲تنه سرحدي پولیس وژل شوي دي او ۸تنه نور ټپیان دي.
اتل زیاتوي چې د دوی جنګیالیو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده، خو کره مالومات په لاس کې نلري.
د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ټلیفون له لارې د پکتیا د والي د ویاند نقیب الله احمد اتل هغه ادعاء ردوي چې ګواکي د دوی له جنګیالیو څخه یې د تېرې ورځې له لاسه ورکړې پوستې بېرته نیولي دي.
مجاهد ویلي دي چې نورې پوستې هم د دوی د جنګیالیو تر کلکې محاصرې لاندې دي، او جګړه په شدت سره دوام لري.
مجاهد وايي چې د دوی جنګیالیو امنیتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.


















