(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۱۹) الماس خدرخېل
د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ افغانستان د پاکستان د راکټي او هوایي بریدونو په اړه په ملګرو ملتونو کې له دغه هېواده په يوه استول شوي ليک کې شکايت کړی دی.
د لیک ځينې برخې چې د امريکا غږ له لوري خبرې شوي پکې راغلي، چې پاکستاني پوځیانو په تیرو دوو میاشتو کې د افغانستان ځکمنۍ پشپړتیا ته په نه پام ددغه هېواد په ختیځو ولایتونو توغندي ورولي او بمبارۍ یې کړي دي.
په لیک کې د ننګرهار ولایت د لعلپورې، ګوشتې او د کونړ ولایت د سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو نومونه اخیستل شوي چې د لیک پر اساس د پاکستاني پوځیانو د بریدونو له امله زیانمنې شوې دي.
ويل کېږي، افغان حکومت دغه رسمي شکايت د خپل استازي محمود صيقل په واسطه د ملګرو ملتونو کوم لوړي پوړي مقام ته کړی دی.
په دغه ليک کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي، چې د امنيت شورا دې د نړيوالو قوانينو په رڼا کې د پاکستان د بريدونو پر وړاندې مناسب ځواب ورکړي.
له تېرو درې اوونيو راهيسې داسې راپورونه ورکول کېږي، چې پاکستاني ځواکونه د افغانستان په ختيځو ولايتونو راکټي بريدونه کوي او له امله يې سلګونه بې ځايه شوي، د مالي زيان تر څنګ ځاني زيانونه يې هم اړولي دي.
تر دې دمه د افغانستان د شکايت په اړه لا پاکستان رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، (مونږ په دې اړه راپورونه ترلاسه کړي، خو هغه وخت ځواب ورکولی شو چې په دې رابطه يو څه رسمي ترلاسه کړو).


















