(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۱۹) الماس خدرخېل
د سولې عالي شورا چين ته د وسله والو طالبانو د پلاوي سفر د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د وسلې د خبرو په برخه کې ګټور بللی دی.
د يادې شورا د نړيوالو اړيکو سلاکار محمد اسماعيل قاسميار وايي، چې د سولې شورا چين ته د طالبانو د سفر هرکلی کوي دا يو ښه خبر دی او په خبره يې دغه هېواد غواړي په سیمه کې جګړې پای ته ورسېږي.
نوموړي زياته کړه: (موږ د هره هغه دوست هرکلي کوو چې، د افغانانو په مشرې د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابروي خو له دې نه باید سترګي پټې نه شي چې دا ډلې د افغان دولت سره وسله وال مخالفت لري).
دا څرکندونې په داسې حا ل کې کېږي چې د اکسپرس تریبون د راپور پر بنسټ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د رئیس په ګډون یو پنځه کسیزه هیئت د چین له چارواکو سره د خبرو په هدف دغه هېواد ته ورغلی دی.
تر دې دمه وسلوالو طالبانو چين ته د خپل پلاوي د تګ په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
تېره ورځ د وسلوالو طالبانورسمي ویب پاڼې په خپله اوونيزه تبصره کې ليکلي وه، چې د طالبانو په تشکیلاتو کې د سیاسي دفتر شتون ولس او نړیوالو ته دا ثابتوي چې دوی جګړه د جګړې لپاره نه کوي او که اهداف یې (د وینې تویېدنې پرته تر لاسه کیږي، دا زموږ په نزد تر ټولو ښه حل دی).
په ۲۰۱۳ کال کې طالبانو په قطر کې خپل سياسي دفتر پرانيستلو چې وخت ناوخت له دې دفتره خپل سياسي فعاليتونه او بېلابېلو هېوادونو ته تګ راتګ کوي.


















