وکيلان: پر ډيورنډ کرښه د دروزاو جوړول به نورې ستونزې هم جوړې کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۲) الماس خدرخېل

د افغانستان د ولسي جرګې د نړيوالو اړيکو د کمېسيون يو شمير غړي وايي، چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د نورو دروازو جوړول به د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نورې هم خرابې کړي.

د دغه کمېسيون غړی جعفر مهدوي رسنيو ته وويل، په اوس وخت کې د ډيورنډ پر کرښه دروازې جوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ تاريخي ستونزه ده او زياتوي چې افغانستان دې د یادې ستونزې د هواري لپاره دغه موضوع له نړيوالې ټولنې سره یاده کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير په دې وروستيو کې وويل، چې د ډيورنډ پر کرښې به د وسلوالو د څارلو په هدف څلور نورې دروازې جوړې کړي.

د امریکا غږ اشنا راډیو د راپور له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر بلیغ الرحمن ویلي چې دغه دروازې به په شمالي او جنوبي وزیرستان او په کرمه او مهمند ایجنسۍ کې جوړې شي.

په تېرو کلونو کې هم څو وارې د تاسیساتو جوړولو پرسر د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ نښتې شوي چې مرګ ژوبله یې هم لرله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه لا په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست عبدالغفور لېوال وايي، ښايي پاکستان د افغانستان روان وضعيت ته په کتو ځينې اقدامات وکړي او په خبره يې، دا به د لنډې مودې لپاره وي.

دغه راز نوموړي وويل، په کړکيچنو حالاتو او په پټه د داسې تاسیساتو جوړول دايمي پايښت نه لري او په وينا يې افغانستان هڅه کوي دغه کړکيچ د ډيپلوماتيکو لارو حل کړي.

شنونکي په دې باور دي، چې افغانستان بايد د پاکستان په داسې اقداماتو چې غواړي ډيورنډ فرضي کرښې ته رسميت ورکړي چپ پاتې نه شي او خپل دريځ څرګند کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button