د استعمارچیانو شومه لوبه

لیکوال : جواد څارګر

امریکایي ژورنالیست ویلیم ویلیم وایي؛ امریکایي ولس رسنیو یرغمل کړی او هر هغه څه چې رسنۍ یې ورته وایي، ولس یې په پټو سترګو، البته په احمقانه ډول ورسره مني
همدا لامل دی چې امریکایي حکومت تر ډېره بریده کوښښ کوي خپله هره ناجائزه، درسنیو په زور جائزه ورته ښکاره، او د ولس ملاتړ له لاسه ورنکړي.
ویلیم زیاتوي؛ ډېر ځله داسې هم شوي چې امریکایي څارګرو ادارو، په درواغو غږ پورته کړی چې ګویا په فلاني پرواز کې یو شکمن فرد شتون لري، بیا یې پرواز ځنډولی
او بیا پر همغه شېبه، ټولو داخلي رسنیو ته دبرېکنګ نیوز/ عاجل خبر دنشرولو امر وشي.
دا ټوله لوبه محض ددې لپاره جوړَوي تر څو امریکایي ولس ته وښایي چې ګواکې حکومت یې دساتنې لپاره، هره شېبه څک او بیدار دی.

تېره ورځ دشهید دوادخان پر روغتون ډله ئیز ځانمرګی برید وشو؛ یاد برید چې هر څومره تقبیح شي، لېږ دی
دبرید له پیله یو ساعت وروسته دداعش ډلې پر خپل رسمي سایټ، دبرید پړه ومنله او دبرید طراحانو ته یې دکامیاب، او انغماسي! برید مبارکي تقدیم کړه.
دداعش له جوړښت او تر شاه یې له ولاړ قوته به تېر شو، اوس کابو نیمایي نړۍ اګاه ده چې داعشیان څوک، او دکومو اهدافو لپاره دچا له لورې را مخ ته شوي؛ مُهم ټکی دادی چې د کابل واکمنان ولې دهرې پېښې ګوته طالبانو ته نیسي!؟
داسې خو به نه وي چې، دکابل دواک واکمنان زیار باسي خپله پس پرده لوبه، همداسې پټه وساتي، او ملت پر بابولالو تېر باسي!؟
داعش ومنله چې برید موږ کړی؛ دوی ولې او پر کومو اسنادو دبرید پړه، پر طالبانو تپي!؟

دا سمه ده چې داعش دداسې سترو بریدونو وړتیا نلري؛ مګر دا کله سمه ده چې داعش د غربیانو او ددوی له ګېډې ندی زېږېدلای!؟
دشهید داودخان پر روغتون برید، او هلته د لسګونه افغانانو وژل، ددوی خپل پلان دی، دا چې پړه یې هر څوک او هر ګوند مني، ددوی دپلان غړي دي
دلته هم هغه لوبه ترسره کېږي، کومه لوبه چې د امریکا څارګرې ادارې، په داخل د امریکا کې ترسره کوي؛ ددې لپاره چې ملت ته وښایي چې ګویا موږ ستاسو ساتونکي یو، او که موږ نشت شو، جهادي ډلې به مو ژوندي وخوري.
دوی دداسې شومو پلانونو پر تطبیق، غواړي د ولس او مجاهد ترمنځ واټن زیات کړي، د ولس ذهنونه تخدیر کړي او هغه ښاماران چې دداسې ناوړه پېښو اصلي عاملین دې، له ولسه هېر او ورک کړي.

اوس ـ اوس دلته هم داسې خلک موندل کېږي چې د ولسي امریکایانو په څېر، رسنیو ددوی اذهان هم یرغمل کړي، او دهرې ناروا پر اړه قضاوت له رسنیو اخلي.
پل ـ پلچک ـ روغتون ـ ښوونځی ـ مدرسه او ټول عامه المنفعه تاسیسات، د ولس مشترک دي، او طالبان د ولس اصیل ساتونکي دي مګر که رسنیو وویل چې طالبانو ښوونځی وران کړ، دوی یې په پټو سترګو مني.
استعمارچیان تل کوښښ کوي په مستعمره دولتونو کې ولسي اذهان استحمار کړي، مقاوم مخالفین په مختلفو حیلو ـ پلمو بدنام کړي، او بیا په اسانه توګه خپلو ناوړه اهدافو ته ځانونه ورسوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button