امرالله صالح د يوه نوي وزارت وزير وټاکل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۲) الماس خدرخېل

د افغانستان د ملي امنيت پخوانی رئيس امرالله صالح د ولسمشر اشرف غني په فرمان د يوه نوي رامنځته شوي وزارت لپاره وزير ټاکل شوی دی.

ويل کېږي، چې ولسمشر “د امنيتي اصلاحاتو چارو لپاره د دولت وزارت” په نامه يو نوی وزارت رامنځته کړی او امرالله صالح يې د دغه وزارت لپاره د وزير په توګه ټاکلی دی.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې وزارت دنده د پوځ او پوليسو د جيګپوړو افسرانو ګومارنه او د ترفيع په برخه کې به ولسمشر ته مشوره ورکوي.

په دغه خبرپاڼه کې له دفاع او کورنيو چارو وزارتونو غوښتل شوي، چې د اصلاحاتو په برخه کې د دولت له نوي وزير سره هر اړخيزه مرسته وکړي.

امرالله صالح ۱۳۸۹ کال کې له دندې استعفا وکړه او د ‘زرغون بهیر ‘ په نوم یې یو مرکز جوړ کړ.

بل لور ته تر شپږ میاشتو انتظار وروسته د افغانستان د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون نوي مشر نادر نادري نن خپله دنده پیل کړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button