هیواد ته راستانه شوي کډوال د اردو له ناسم چلند نه شکایت کوي

(کابل ټکی کام  ۱۳۹۵ کب ۲۶) محمد طاهر

د لغمان ولایت اړوند په ګمبیري دښته کې له پاکستانه راستانه شوي مېشت کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي دوی له ستونزو سره سره د ملي اردو او پولیسو له ناسم چلند نه سر ټکوي.

راستانه شوي کډوال وایي چې ځايي چاروکي دوى غاصبين بولي او اجازه نه ورکوي چې په خپلو ځمکو کې ابادي وکړي.

د راستانه شویو کډوالو يو تن مشر حاجي غلام الله وایي “دلته بادونه ډېر وي، خېمې مو شلېدلې او له منځه تللې دي، غواړو چې ابادي وکړو خو  ملي اردو موږ ته اجازه نه راکوي چې موږ کار وکړو.”

حاجي غلام الله همداراز وایي چې د اوبو ستونزه يې درلوده او غوښتل يې چې څاه ګانې وکني خو ملي اردو  ورته اجازه نه ده ورکړې. د نوموړي په وينا، اردو هغوى ډېرى مهال ښار ته د سودا اخيستو لپاره هم نه پرېږدي او اوبه يې پرې بندې کړې دي.

د رحمت الله په نوم د يادې سيمې يو بل اوسېدونکي رسنیو ته وويل چې د ملي اردو له خوا يو شمېر راستانه شوي کډوال وهل شوي هم دي.

د ګمبيري په دښته کې د پرتو دغو شاوخوا ۵۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنيو مشر حاجي غلام الله وایي، چې د ملي اردو مسئولین او د لغمان والي ورته دغه ستونزې د پیسو اخیستلو لپاره جوړه کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button