د ډيورنډ کرښه او پښتانه!

ليکوال: امين وردګ

د ډيورنډ کرښه هغې کرغېړنې او بدمرغې کرښې ته وايي چې د پښتون قام په انګړ کې (د يوې شيطاني طرحې له مخې) تېره شوې ده!

دا کرښه فعلًا د ختيځ افغانستان په کليو او بانډو کې غځېدلې چې پاکستاني حکومت يې اوس خپل سرحد بولي!؟ اما پرته له کوم قانوني جواز څخه يې د افغانستان دا ارزښتناکه ساحه چې زموږ ګران ټاټوبى له بحر سره تړي په دوو ټوټو وېشلې ده.

د ډيورنډ کرښه د برطانوي هند او افغانستان (د غدارو مشرانو له خوا) د افغانستان په ختيځه لمنه کې د شاوخوا ۲۶۴۰ کيلو مترو په اوږدوالي سره د انګليسي استازي (ډيورنډ) او عبدالرحمن خان تر منځ په ۱۸۹۳م کال کې د ۱۰۰ کالونو د پاره” موقتا“ امضا شوې ده؛ چې دا کرښه به برطانوي هند او افغانستان د ۱۰۰ کالونو د پاره موقتاً سره بېلوي.

کله چې په ۱۹۴۷م کال کې انګرېزانو د افغانستان په ختيځ کې د پاکستان او هندوستان پر نومونو سره دوه لوى هيوادونو را منځته کړل او غربي قوانين يې ورته وټاکل؛ نو د ډيورنډ د کرښې مسئله يې همداسې (ناحله) پرېښوده. بيا چې کله په ۱۹۷۱م کال کې د هند او پاکستان تر مينځ (د کشمير پر سر) جګړه پيل شوه چې په ترڅ کې يې پاکستان د يوه بل انقلاب شاهد شو او ختيځ پاکستان د يوه نوي هيواد (بنګلديش) په نوم ترېنه جدا شو؛ بيا هم د ډيورنډ کرښه هم هغسې پاتې شوه.

کله چې په ۱۹۲۱م کال کې امان الله خان د افغانستان استقلال له انګليسانو څخه واخيست؛ نو د ډيورنډ له کرښې ها خوا خلک راغلل او له امان الله خان سره يې د ملګرتيا ژمنه وکړه ”چې دوى بايد بيرته له افغانستان سره وتړل شي“ خو ده (امان الله) دا کار و نکړ.

د اسلامي امارت په دوره کې د پاکستان داخله وزير (نصرالله بابر) کندهار ته راغى او د طالبانو له مشر ملا محمد عمر مجاهد سره يې وليدل، له امير صاحب سره يو ځاى ډوډۍ خوړلو ته ناست ٶ؛ نو نصرالله بابر د ډيورنډ کرښې د رسميت خبره ورته وکړه خو امير په جدي توګه ورته وويل “دا نوړۍ کېږده او ووځه خائنه” نو دا مسئله بيا هم همداسې نا حل شوې پاتې شوه.

دا دى نن يې ۱۲۲ کالونو تيريږي چې: هغه ۱۰۰ کالونه خو د قرارداد له مخې تېر شول او دا ۲۲ کالونه کاملاً بې قانونه دي، يو ظلم دى، غبن دى له پښتنو سره؛ چې دا کرښه همداسې بې قانونه پاتې ده .

کرښې د ټولو مملکتونو تر مينځ تيريږي خو لږ قومونو، عنعناتو، ثقافتونو، فرهنګونو، کلتورونو او لږ ارضي څرنګوالي ته په کتو سره تيېرې شوې وي؛ نه داسې کرغېړنې او شومې کرښې لکه د ډيورنډ!.

په دې کرښه کې د غربيانو لاندې اهداف نغښتي دي:

۱: د پښتونستان مسئله.

۲: افغانستان له تجارتي پلوه په وچه کې را حصارول.

۳: د پښتون قوم يووالى له مينځه وړل.

تر څو چې (انګريزي مفکوره) ژوندۍ وي؛ دا کرښه به هم ژوندۍ وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button