سيګار: جوزجان ولایت کې د ۴۳ میلیونه ډالرو په لګښت د ګازو پمپ اسټيشن رغول شوی

(کابل ټکی کام :چارشنبه ،لړم ۱۳ ،۹۴ ۱۳ل)
د افغانستان شمال جوزجان ولایت کې امريکايي عسکرو د ګازو یو پمپ اسټیشن د ۴۳ میلیونه امريکايي ډالرو په لګښت رغولی دی .
د سیګار یا په افغانستان کې د امريکايي لګښتونو د څار اداره د یوه نوي راپور په ترڅ کې وايي، چې امريکايي عسکرو د افغانستان شمال جوزجان ولایت کې د ګازو د پمپ اسټیشن باندې ۴۳ ميلیونه امريکايي ډالر خرڅ کړي ، چې په دغه لګښت باندې ۸۶ پمپونه جوړېږي .
سيګار زیاتوي چې د دغه پمپ اسټیشن کار ثبات، کسب او کارامریکايي عسکرو له ډلې په ۲۰۱۱ ميلادي کال د اګست په میاشت کې پیل شوی وه ، په ۲۰۱۲ کال يي کار بشپړ شو، له پوره یوه کال فعالیت وروسته له کاره لوېدلی .
خو اوس له دغه پمپ اسټیشن څخه نه کار اخیستل کيږي او نه يي په اړه څوک معلومات لري .
یاده اداره وايي چې د دغه پمپ اسټیشن موخه دا وه چې د افغانستان خلک له خپل طبعي ګازو برخمن شي او موټرو کې د «CNG» اسانتیاوې برابرې شي .
او دغه ۴۳ ميليونه ډالر د امريکا له هغو مرستو څخه لګول شوي کوم چې د افغانستان لپاره اختصاص شوي وو .
یاده اداره زیاتوي چې د امريکا دفاع وزارت زمونږ په ځواب کې دومره وايي، چې د امريکايي عسکرو فعالیت د مارچ په میاشت کې پای ته رسېدلی دی .
دالومړی ځل نه ده چې په افغانستان کې د امريکايي لګښتونو د څار اداره د ميليونو ډالرو د درغلۍ رازونه برسېره کوي، د امريکايي عسکر و دیته ورته په میلیونونو ډالرو درغلي پخواهم افشا شوې وې .
خو اوس دا جوته نه ده چې دغه مرستې د چا جیبونو ته تللي دي ؟ افغاني چارواکو او که امريکايي عسکرو.
حماس افغان



