طالبانو د هلمند مارجه کې یوه بله قرارګاه نيولې ۵ رینجر اوزیاته وسله يي غنيمت کړې

(کابل ټکی کام :چارشنبه ،لړم ۱۳ ،۹۴ ۱۳ل)
طالبانو نن ماسپښین شاو خوا یوه بجه د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند په «شورشورک» سيمه د د افغان پوځ مهمه او لویه «تندر » قرارګاه پراخ بريدونه پیل کړل، چې سپکې او درنې وسلې پکې وکارول شوې، جګړې تر درې بجو پورې دوام درلود، د بريد په پایله کې طالبانو قرارګاه په بشپړ ډول ونيوله .
طالبانو د بريد په ترڅ کې افغان پوځ ته درنده مرګ او ژوبله اوښتې، ۵ عرادې رینجر موټر او ۶ موټره مختلف النوع مهمات او وسلې يي ولجه کړي او خوندي ځای ته يي انتقال کړي دي.
دغه راز سهار مهال ۱۰ بجې «کرو چارراهي» څخه افغان ځواکونو د «لوی چارراهي» پرلوري پښې سپکې کړې او پراخه سیمه يي طالبانو ته پرېښودله .
طالبانو د یادې جګړې خبر ورکړی، زیاته کړې يي ده چې ددوي ملګري د ولسوالۍ مرکز په لور پرمختګ په حال کې دي .
دغه راز امنیتي چارواکو جګړه تائید کړې او زیات جزئیات يي نه دي ورکړي .
حماس افغان



