د لومړي ځل لپاره یوه افغانه کاناډاکې وزيره شوه

(کابل ټکی کام :پنجشنبه ،لړم ۱۴ ،۹۴ ۱۳ل)
تېره ورځ د لومړي ځل لپاره یوه افغانه مېرمن د یوه ډېر پرمختللي هیواد د وزیرې په توګه لوړه پر ځای کوي .
دغه افغاني الاصله کاناډايۍ مېرمن مریم منصف نومږي چې د کاناډا په وروستیو انتخاباتو کې يي بریا ترلاسه کړه او اوس د کاناډا په نوې کابینه کې د ډیموکراټیکو مؤسسو وزیره وټاکل شوه.
تېره ورځ په کاناډا کې جسټن ټروډو د نوي صدراعظم په توګه لوړه پرځاي کړه، په دغې لوړې سره کاناډا کې د محافظه کارانو لس کلنه واکمنۍ پای ته ورسېدله .
۴۳ کلن جسټن ټروډو د لیبرال ګوند غړی دی، د نوموړي ګوند په روان ۲۰۱۵ میلادي کال اکتوبر میاشت انتخاباتو کې ۱۴۸ څوکۍ خپلې کړې .
د سټیفن سیال محافظه کار ګوند چې ۹۹ څوکۍ يي خپلې کړې وې ماتې وخوړه .
دغه راز سټیفن خبریالانو ته د لوړې په مراسمو کې وویل چې د کاناډا کابينه ۳۰ غړي لري چې ۱۵ يي ښځينه دي، سټیفن د یوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دوي د کابينې په غړو کې ځکه توازن غوره کړی چې د ۲۰۱۵ کا تقاضا دغسې ده .
د کاناډا هېواد په نوې کابينې کې چې د غړو عمرونه يي له ۳۵ نه تر ۵۰ کلونو پوري دي افغانه مریم منصف د دیموکراتیکو بنسټونو، او د کاناډا په انتخاباتي نظام د غور کولو او بدلولو وزیرې په توګه لوړه وکړه .
مریم منصف شاو خوا ۱۹ کاله پخوا خپلې کورنۍ سره کاناډا ته کډه شوې وه او اوس د کاناډا هېوادتابعیت لري .
حماس افغان



