د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍکې رینجر د طالبانو په مائن وخوت۴تنه پولیس پکې ووژل شول

(کابل ټکی کام :پنجشنبه ،لړم ۱۴ ،۹۴ ۱۳ل)
د لوګر ولایت نه مو خبر ترلاسه کړ چې تېره ورځ ماذديګر مهال د څرخ ولسوالۍ اړوند ډبرو پوستې ته څېرمه د پولیسو په رینجر باندې د سړک د غاړې مائن چاودنه شوې چې پکې سپاره ۴ تنه عسکر ټول وژل شوي دي .
دغه چاودنه چې پړه يي طالبانو منلي رینجر موټر پکې پشپړ تخریب شوی، او د ۴ پولیسو پکې وژل شوي دي.
د یادونې وړه ده چې په دې ورستيو کې د لوګر ولایت اړوند ولسواليو کې د طالبانو له لوري په افغا ځواکونو بريدونه زيات شوي دي.
محمدسميع سعادت



