د افغان ځوانانو جرګې او مدني ټولنې غړو په حکومت سختې نیوکې وکړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۱۲) محمد طاهر

په کابل کې د افغان ځوانانو جرګې او مدنې ټولنې غړو ویلي، د «افغانستان کړکیچ، ننګونې او حل لارې» تر نوم لاندې یې یوه غونډه جوړه کړې، چې درې سوه کسانو پکې ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د افغان ځوانانو جرګې او مدنې ټولنې غړو ترڅنګ د کابل پوهنتون ځینې استادانو هم ګډون کړی و، چې د حکومت پر کړنو یې سختې نیوکې وکړې او له حکومت نه يې وغوښتل، د هېواد د اسعاري زیرمو په اړه دې ورته پوره معلومات وړاندې کړي، ځکه داسې اندیښنې شته دي چې یادې زیرمې په پټه توګه سره د اوسني نظام د پایښت او ثبات په خاطر لګول کیږي.

 د دې تر څنګ د غونډې ګډون والو له حکومت نه غوښتې، چې د سولې لړۍ د پامه ونه غورځوي او دسولې ټینګښت لپاره د پام وړ ګامونه واخلي، ځکه چې سوله د افغانانو یوه لویه اړتیا ده.

د غونډې په دوران کې د دې خبرې یادونه هم وشوه، چې ولسمشر د ټاکنیزو مبارزو پر مهال ژمنه کړې وه، چې هیڅ افغان به له بل افغان لوړ نه ګڼي.

په غونډه کې له ولسمشر او اجراييه رئیس نه غوښتل شوي، څو د خپل واک د پايښت لپاره د ټولو هغو قوانينو له وضع کولو ډډه وکړي، چې يوازې د ځان غوښتنې لپاره جوړ شوي دي.

 دجرګې غړو د حکومت له مشرانو وغوښتل، خپلې کورنۍ له بهر څخه خپل هیواد ته راولې ترڅو د خلکو په غم او درد کې شریک شئ.

د غونډې ګډونوالو، د ډيورنډ کرښه د افغان ملت پر بدن يو ناسور ټپ بللى او ويلي يې دي، چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن سيم لګول او د حکومت چوپتيا د پاکستان له استعمار او د پنجاب حاکمانو سره د معاملې په معنا ده.

د غونډې يوه بل جوړونکي يون وويل:«اوسمهال دولت په ٩٠ سلنه ولسواليو کې حاکميت نه لري، پاکستان چې د طالبانو په حکومت کې ونه توانېده د ډېورنډ فرضي کرښې سره اغزن سيم وغځوي، اوس يې په دې حکومت کې غځوي، هېڅوک نشته چې خپل غږ اوچت کړي».

يون زیاته کړه، چې ولسمشر په خپلو ټاکنيزو مبارزو کې ژمنه کړې وه چې يو ميليون دندې به رامنځته کړي، خو نه يوازې چې يو ميليون دندې يې پيدا نه کړې، بلکې د حکومت د کار په جريان کې يې شاوخوا يو ميليون کسان وزګار هم شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button