ارګ د حقیقت پلټونکو ژورنالېستانو سپکاوی کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۲۲) محمد طاهر
ارګ د بیان د ازادۍ په تړاو یوه خپره شوي اعلامیه کې ویلي و، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د بیان ازدۍ ته ژمن دی او په دې تړاو يې ډیرې هلې ځلې کړي دي.
خو وړمه ورځ ځینې خبریالان د ولسمشرد سفر په اړه پوښتنو ته ورغلي و، چې له ډیر سپک او بد سلوک سره مخ شول او اشرف غني خپله د طلوع تلویزون یو خبریال ته دپوښتنې اجازه ورنه کړه.
د خبریالانو له ډلې یو تن له نوموړي نه د سفر پرته په بله موضوع کې پوښتنه وکړه، چې د ولسمشر سرپرست ویاند لخوا وویل شول، ځینې کچالو خرڅونکو هم د ژورنالېستانو کارتونه اخیستي دي او ژورنالیستۍ ته راغلي، چې دا د حقیقت موندونکو خریالانو لپاره د مایوسۍ خبره ده.
د ګډ حکومت دا دریم کال دی، خو تر اوسه ولسمشر او اجرائیه رییس یوې داسې غونډې ته نه دې حاضر شوې چې د مسایلو په اړه د ژورنالېستانو هر ډول پوښتنو ته ځواب ورکړي، ولسمشر د ژونالېستانو د لېدو نه ځان ساتي او چې کله هم ورسره مخ شي نو پوښتنو ته يې جواب نه وايي.
اکثره وخت د ارګ لخوا ژورنالېستانو ته د کاغذ پر مخ لیکل شوې پوښتنې ورکول کېږي او بیا همغه کسانو ته د ملاقات په وخت کې اجازه ورکول کیږي چې پوښتنه وکړي.
له ژورنالېستانو سره د افغانستان د حالاتو په اړه، د امنیت په تړاو، د ګډ حکومت د مشروعیت په تړاو، د فساد په تړاو، او په ځینې نورو برخو کې ډېرې پوښتنې شته، چې باید ولسمشر او اجرائیه رییس ورته ځواب ووايي.
خبریالان وایي، له ولسمشرۍ ماڼۍ نیولې تر وزارتونو، ولایتونو او نورو ادارو، ټول هغه معلومات له خلکو پټ ساتي کوم چې د دوی لپاره د عار خبره ده.
د حکومت ټولو چارواکو ته په کار ده، چې د خلکو او ژورنالېستانو پوښتنو ته ځواب ووايي، ځیني پوښتنې پر ګواښ له منځه نه ځي، بلکې نور مشکلات هم زیږوي.
اوسنی حکومت به تر څو د خلکو په خولو لاس ګدي او د خپل ولس له پوښتنو به تیښته کوي، د دوی ټولې چټلې کړنې افغان ولس ته معلومې دي، خو دوی خپله خپل لاس تړلې دي او اوسني مشران يې د واک په ګدۍ کښېنولي دي.



