د کندز والي د وژل شوو پوځیانو پیسې په خپلوانو او ملګرو ویشلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۲۲) محمدطاهر
د کندز په جګړه کې د وژل شوو ملي اردو او ملي پولیسو کورنیو ته د ملي دفاع وزارت لخوا نغدي مرستي د کندز والي ته ورکړل شوې وي، چې نوموړي دغه پیسې په خپلو خپلوانو او ملګرو ویشلې دي.
په کندز کې ځای رسنۍ وايي، د وژل شو پوځیانو د کورنیو لپاره نغدي مرستې د دې ولایت والي اسدالله عمرخیل په خپلوانو او ملګرو ویشلي او پاتې پیسې یې کابل ته د دې لپاره لیږلي چې ارګ ته ځان له فساد نه پاک وښايي.
د کندز په جګړه کې ډیری پولیس او اردو وژل شوي، په دې کې داسې کورنۍ شته چې د کور سرپرست نه لري او په ډیرو سختو حالاتو کې شپې سبا کوي.
د حکومت له خزانې نه په میلیونونه پیسې د جګړې قربانیانو لپاره وزې خو د وژل شوو پوځیانو کورونو ته ډیرې کمې پیسې رسیږي.



