د نړۍ پای (۴۰ مه برخه ) – د مؤمن خوب رښتيا کيدل –

۷۱- د مؤمن خوب رښتيا کيدل

د خوب په حالت کې چې انسان څه وويني د هغه لپاره يو څه معناوې او احکام شته دي، ځينې خوبونه بالکل د صبا راختو په څير رښتيا وي، ځينې دروغ هم وي او ځينې بيا يواځې د پريشانۍ سبب وي د کومو لپاره چې خاص تعبير نشته، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د خوبونو په باره کې ځينې داسې خبرې کړې دي کومې د قيامت تر نښانو او اثارو پورې تعلق لري.

رښتونی خوب د نبوت شپږ څلويښتمه برخه ده، ام المؤمنين حضرت عائشة رضی الله عنها بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

لا يبقى بعدي من النبوة شيء الا المبشرات قالوا يا رسول الله وما المبشرات قال الرؤيا الصالحة يراها الرجل أو ترى له ([1]).

ژباړه :

زما له نبوت وروسته به هيڅ شی باقي پاته نشي پرته له مبشرات، صحابه کرامو رضی الله عنهم عرض وکړ : يا رسول الله ! مبشرات څه شی دی؟ رسول الله   صلی الله علیه وسلم  ورته وويل: ښه خوب چې يو مسلمان يې وويني، يا يې بل څوک د هغه لپاره وويني.

د خوب رښتيا کيدل او د مؤمن لپاره زيری کيدل د قيامت د نږدې والي او د کائناتو د خاتمې نښانه ده، د مؤمن خوب به له قيامت سره په نږدې زمانه کې ډير رښتيا او له نفس الامر سره به برابر وي، مؤمن به په خلکو کې ډير بيګانه وي، په دې وختونو کې به رښتونی خوب له مؤمن څخه تنهايي او اجنبيت ليرې کوي او هغه به انيس او غمخور جوړوي او د هغه خوب به کم دروغ کيږي.

رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

کله چې د قيامت زمانه را نږدې شي نو د مسلمان خوب به کم دروغ کيږي، کوم خوب چې رښتونی وي هغه به هم په هغه خبره کې ډير رښتونی وي، د مؤمن خوب د نبوت سپږ څلويښتمه برخه ده، خوب په دری ډوله دی:

(۱) يو رښتونی خوب کوم چې د الله تعالی له لوري خوشخبري وي:

(۲) دويم غمجن خوب کوم چې د شيطان له لوري وي:

(۳) دريم هغه خوب دی په کوم کې چې انسان له خپل ځان سره خبرې کوي:

که چيرته تاسو بيکاره خوب ووينی نو تاسو پورته شئ : لمونخ وکړئ او نورو خلکو ته دا خوب مه بيانوئ، زه په خوب کې بيړۍ خوښوم او طوق نه خوښوم، ځکه چې په خوب کې د بيړۍ تعبير پر دين باندې استقامت او ثابت قدمي ده ([2]).

حافظ ابن حجر   رحمه الله له ابن ابی جمره   رحمه الله څخه نقل کړی:

نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  دا فرمايلي : په آخره زمانه کې به د مؤمن خوب نه دروغ کيږي، د دې مطلب دا دی چې د مؤمن خوب به داسې واضح وي چې هيڅ کوم دليل ته به ضرورت نلري، لهذا په هغه کې دروغو لره ځای نشته، دا خوب به رښتونی وي او له دروغو څخه به خالي وي، ځکه چې دا به له نفس الامر سره عين مطابق وي، برعکس د کومو خوبونو تعبير چې مخفي پټ وي، تعبير کوونکو يې تعبير کړی وي، مګر هغه واقع نه وي، نو دا رنګه خوبونه دروغ دي، رښتيا نه دي.

د دې خبرې په آخره زمانه پورې په خاص کولو کې حکمت دا دی چې مؤمن به په هغه وخت کې اجنبي وي، لکه څرنګه چې په حديث شريف کې راغلي : اسلام په اجنبيت کې شروع شوی او په آخره زمانه کې به هم غريب او مانوس شي، په دې وختونو کې به يو مؤمن مانوس او غريب وي نو الله تعالی به ورته د رښتوني خوب په سبب عزت ورکړي، کوم به هغه په حق باندې ثابت قدم کوي او دا به د هغه لپاره د زيري باعث وي ([3]).

د مؤمن د رښتوني خوب د زمانې په تعين کې دوه احتماله

(۱) دا به هغه زمانه وي کله چې علم له دنيا څخه پورته کړل شي، د فتنو او جنګونو له امله به د شريعت نښانې غائبې (ورکې) به شي، په دې وخت کې به يو مؤمن د خلکو په مينځ کې بالکل د مانوس او اجنبي شخص په څير شي، په دې سختو حالاتو کې به الله تعالی د رښتوني خوب په ذريعه د مؤمن نصرت کوي، حافظ ابن حجر   رحمه الله د دې خبرې لور ته اشاره کړې ([4]).

(۲) دا واقعات به د حضرت عيسی  علیه السلام په زمانه کې وي، ځکه چې د هغه د نزول زمانه په امت کې له صحابه کرامو وروسته بهترينه، د اقوالو او احوالو په اعتبار سره تر ټولو ښه زمانه ده او په دې زمانه کې به د مؤمن خوب ډير کم دروغ کيږي ([5]).

۷۲ د دروغو ډيروالی

دروغ يو ډير بد عادت دی، د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې په خلکو کې به دروغ خپاره شي، يو سړی به د خپلو خبرو کولو په وخت کې له دروغو څخه د ځان ساتنې هيڅ کوشش نه کوي او نه به نورو خلکو ته د خبرې له رسولو د مخه کوم تحقيق کوي.

حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

يكون في آخر الزمان دجالون كذابون يأتونكم من الأحاديث بما لم تسمعوا أنتم ولا آباؤكم فإياكم وإياهم لا يضلونكم ولا يفتنونكم ([6]).

ژباړه :

په آخره زمانه کې به داسې دجال او کذاب ښکاره شي کوم به چې تاسو ته داسې حديثونه بيانوي چې نه به تاسو آوريدلي وي او نه به دستاسو پلرونه او اجداد په هغوی خبر وي، تاسو له هغوی څخه ځان وساتئ، تر څو چې تاسو ګمراه نه کړي، يا مو په کومه فتنه کې مبتلا نه کړي.

حضرت جابر بن سمره  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

ان بين يدی الساعة کذّابين فاحذروهم ([7]).

ژباړه :

له قيامت څخه د مخه به يو شمير دروغژن خلک ښکاره شي، له هغو ځان وژغورئ.

په موجوده زمانه کې خلک له دروغو څخه د ځان نه ساتلو له امله دروغژنې خبرې، عجيبه او نا اشنا قيصې ډيرې زياتې کوي، همدا وجه ده چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  د هرې اوريدونکې خبرې تصديق کول او د هغې له مخته وړو څخه منع کړې، لهذا دا ډيره ضروري ده چې مونږ کومه خبره واورو له مخته وړو څخه د مخه يې بايد پوره تحقيق وکړو تر څو چې مونږ هم په دروغژنو کې شمار نشو او په کومه ګناه او خطا کې مبتلا نشو.

نن ورځ د افواهاتو بازار چې ډير ګرم دی، په خبرو کې تحقيق کول رواج نه دي او د حالاتو او واقعاتو په بيانولو کې چې کوم کمی او زياتی تر سترګو کيږي دا ټول د هغو دروغو اقسام دي له کومو څخه چې نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  منع کړې او حرام يې ورته ويلي.

۷۳ د زلزلو کثرت (ډيروالی)

له قيامت څخه د مخه د زلزلو د کثرت معنا دا ده چې په يوه پراخه (وسيعه) علاقه کې به لوی مسلسلې زلزلې راشي، دا زلزلې به د امت لپاره يا رحمت او يا د ګناهونو کفاره وي، لکه چې د حضرت ابو موسی اشعري  رضی الله عنه  په حديث کې دي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

ان أمتي أمة مرحومة ليس عليها في الآخرة عذاب إنما عذابها في الدنيا القتل والبلابل والزلازل قال أبو النضر بالزلازل والقتل والفتن ([8]).

ژباړه :

زما په امت به رحم کيږي، د هغوی لپاره په آخرت کې هيڅ عذاب نشته، بلکه الله تعالی هغوی ته په دنيا کې د قتل، زلزلو او فتنو په شکل کې عذاب مقرر کړی.

يا دا زلزلې د خلکو لپاره سزا ده، چيرته چې فتنې او فساد زيات شي هلته د هغې زمانې د خلکو لپاره د عذاب او سزا په ډول زلزلې را ليږل کيږي.

حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې علم پورته نه کړل شي او زلزلې زياتې نشي ([9]).

حضرت عبد الله بن حواله ازدي  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

ابن حواله ! کله چې ته ووينې چې خلافت د شام له زمکې څخه نقل کړی شي نو پوه شه چې د زلزلو، مصيبتونو او د لويو پريشانيو دور راتلونکی دی، په دې وخت کې به قيامت خلکو ته دومره نږدې وي لکه څومره چې زما دغه لاس دستا سر ته نږدې دی ([10]).

۷۴ د خلکو له يوه بل سره نه پيژندګلوي

کله چې فتنې او مصيبتونه زيات شي نو خلک به له يوه بل سره د تعلقاتو په ساتلو کې کمزوري شي، تر دې چې نوبت به تر اجنبيت ورسيږي، په دې وخت کې به خلک يواځې د دنيوي مصلحتونو په خاطر له يوه بل سره شناخت کوي.

حضرت حذيفة بن يمان  رضی الله عنه  بيان کوي چې له رسول الله   صلی الله علیه وسلم  څخه د قيامت په هکله پوښتنه وشوه نو هغه   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل:

قيامت کله واقع کيږي؟ د هغه علم زما له رب سره دی او هغه به يې په خپل وخت سره ظاهر کړي، البته زه تاسو ته د قيامت له نښانو او له هغه څخه د مخه د راتلونکو حالاتو خبر درکوم، له قيامت څخه د مخه به فتنې او هرج وي، صحابه کرامو رضی الله عنهم پوښتنه وکړه : فتنه خو پيژنو دا هرج څه شی دی؟ رسول الله   صلی الله علیه وسلم  ورته وويل: دا د حبشي ژبې لفط دی او په معنا د قتل او خونريزي سره دی، له قيامت سره په نږدې زمانه کې به د خلکو په مينځ کې اجنبيت وغورځي، يو څوک به ډير کم خلک پيژني ([11]).

دا حديث نن ورځ د خلکو له واقعاتو او حالاتو سره مطابق دی، نن ورځ د خلکو اکثريت داسې دی چې خپل رشته دار هم نه پيژني، نوبت تر دې رسيدلای چې ځينې خلک له خپلو نږدې دوستانو سره له کور څخه د باندې په پارکونو کې ملاويږي او په دې نه پوهيږي چې دا يې رشته دار دی، د دې وجه دا ده چې نن ورځ زياتره تعلقات د شخصي او ذاتي ګټو په بنا دي، په دنيوي مصلحتونو بنا دغه کمزوري تعلقات چې څومره په تيزي سره وده کوي هومره په تيزي سره له منځه هم ځي، ځکه چې دا د ايمان بالله او ورولۍ لپاره نه دي، بلکه د شخصي مفادو لپاره دي، که يو انسان خپل دنيوي مصلحت ويني او له يو چا سره په تعلق ساتلو کې د ده دغه دنيوي مصلحت تر سره کيږي نو تعلقات ور سره قايموي، که نه نو ډير زر يې پريږدي.

[1]  – مسند احمد: ۶/ ۱۲۹، وصحيح البخاري، التفسير، حديث : ۶۹۹۰.

[2]  – مسند احمد : ۲/ ۵۰۷، وصحيح مسلم، الرؤيا، حديث : ۲۲۶۳.

[3]  – فتح الباري شرح صحيح البخاري : ۱۲/ ۵۰۷ و ۱۹/ ۴۵۱.

[4]  – فتح الباري شرح صحيح البخاري : ۱۲/ ۵۰۷.

[5]  – فتح الباري شرح صحيح البخاري : ۱۲/ ۵۰۷.

[6]  – مقدمة صحيح مسلم، حديث : ۷.

[7]  – صحيح مسلم، الامارة، حديث : ۱۸۲۲.

[8]  – مسند احمد : ۴/ ۴۱۰، والمستدرک للحاکم : ۴/ ۴۴۴، وصححه واللفظ له.

[9]  – صحيح البخاري، الاستسقاء، حديث : ۱۰۳۶.

[10]  – سنن ابی داؤد، الجهاد، حديث : ۲۵۳۵.

[11]  – مسند احمد : ۵/ ۳۸۹.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button