اذربایجان ۵۴ اضافي پوځيان افغانستان ته استولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۲۴) الماس خدرخېل

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، افغانستان ته يې ۵۴ اضافي پوځيان استولي دي.

د اذربايجان رسنيو د راپور له مخې، دغه سرتيري د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته رسېدلي دي.

یادو سرچينو ويلي، د اذربایجان تازه دمي پوځيان به په افغانستان کې د پريکنده ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې خپل فعاليت پر مخ وړي.

د اذربايجان سوله ساتي ځواکونه د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۲ زيږديز کال د نومبر مياشتې په ۲۰ نيټه د ايساف ځواکونو په چوکاټ کې افغانستان ته استول شوي وو .

د دغه هېواد دفاع وزارت د روان کال په لومړۍ مياشت کې اعلان وکړ، چې افغانستان ته يې ۴۱ اضافي پوځيان لېږلي دي.

اذربایجان په افغانستان کې ۱۳۱ پوځيان لرل، چې د نويو پوځيانو په راتللو سره يې شميره ۱۸۵ ته ورسېدله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button