طالبان: هیڅکله به داسې څه ونکړو چې له اسلامي او ملي ګټو سره ټکر ولري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۲۴) الماس خدرخېل
طالبانو ټول هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې روسيې له دوی سره نظامي مرستې کړي.
طالبان وايي، چې د روسيې له هيواده يې هيڅ ډول نظامي او يا لوژيستيکي مرستې نه دي ترلاسه کړي.
طالبانو په يوه اعلاميه کې چې يوه کاپي يې کابل ټکی کام ته هم رسېدلې ويلي (له تيرې څه مودې راهيسې ځينې کړۍ د رسنيو له لارې ادعا کوي چې د روسيي هيواد له اسلامي امارت سره نظامي مرستې کوي، اسلامي امارت دا ادعاوې په کلکه ردوي، اسلامي امارت له روسيې هيواد څخه هيڅ ډول نظامي او يا لوژيستيکي مرستې نه دي ترلاسه کړي.)
طالبانو په دغه اعلاميه کې ويلي، چې (اسلامي امارت) د افغان اولس په استازيتوب او د هېواد ملي منافعو د راتلونکې لپاره د ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي او زياتوي چې په دې برخه کې له اړوندو جهتونو سره سياسي تفاهم يوه ملي اړتيا ده.
طالبان وايي، هیڅکله به داسې څه ونکړو چې له اسلامي او ملي ګټو سره ټکر ولري.
په اعلاميه کې راغلي، (اسلامي امارت د خپلې بشپړې واکمنۍ پر مهال هم د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د اړیکو او تفاهم هڅه کوله د نړۍ له هیوادونو سره دغه ډول اړیکې د هیچا پر ضد او د هیڅ لوري په زیان نه دي).
طالبان وايي، د افغانستان خلک او دا جګړه ځپلی هیواد د دا ډول سالمو اړیکو پراختیا او تقويې ته اړتیا لري.
طالبانو د روسيې له خوا د هغوی سره د نظامي مرستو راپورونه د “اشغالګرو” په اشاره او د ځينو “استخباراتي رسنيو” تبليغات بللي څو عامه ذهنيت خراب او د (اشغال) دوام ته زمينه برابره کړي.
څو ورځې د مخه کابل کې د روسيې سفارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره له طالبانو سره د روسيې د مرستو راپورونه او ادعاوې رد کړې وې او دا کار يې د امريکايي استخباراتو بللی و.


