د طالبانو وياند د ملا هیبة الله اخندزاده د مسموم کېدو راپورونه رد کړل

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۲۴) الماس خدرخېل

تېره ورځ ځينو رسنيو د داعش د ځينو غړو له قوله راپورونه خپاره کړل، چې د طالبانو مشر ملا هيبة الله اخندزاده مسموم شوی او وژل شوی دی.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د يادې ډلې د مشر ملا هيبة الله اخندزاده د مسموم کېدلو راپورونه رد کړي.

نوموړي په دغه خبرپاڼه کې ويلي”موږ داسې بې اساسه راپورونه په کلکه ردوو او د دا ډول جعلي لیکونو په اساس راپور جوړول او بیا د پروپاګند د وسیلې په ډول استفاده ورڅخه کول غندو“.

ښاغلی يوسف احمدي زياتوي، چې د دوی مشر اخندزاده صيب ته هيڅ مشکل نه دی پيښ، هغه روغ جوړ او خپل جهادي کارونه پر مخ وړي.

د احمدي په وينا ”د اسلامي امارت په صفوفو کې هيڅ داسې کوم اختلاف او بد بيني نشته چې له امله يې داسې کومه پيښه را منځ ته شي“.

قاري يوسف احمدي دغه کار د استخباراتو بللی او په خبره يې چې ”هیوادوال او ټول مخلص مسلمانان باید ډاډه ووسي او د مغرضو او استخباراتي کړیو تبلیغاتو ته هيڅ اهمیت ورنکړي. “

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button