(کابل ټکی کام :یکشنبه ،لړم ۱۷ ،۹۴ ۱۳ل)
هلمندولایت نه وروستي ترلاسه شوي راپورونه وايي چې په دغه ولایت کې طالبانو تېره شپه د نادعلی، سنګین،مارجې او ګرشک ولسوالیو کې د افغان ځواکونوپه پوځيقرارګاوو او پوستو باندي پراخ تعرضي بریدونه ترسره کړل، خبر ښيي طالبانو ادعا کړې چې نادعلی ولسوالۍ اړوندپه نريمانده سیمه کې دحکومت۳مرکزونه تر خپل ولکې لاندې راوستلي دي او۲۳تنه عسکر پکې وژل شوي دي.
طالبانو ته نزدې سرچينو له قوله په یاده ولسوالۍ کې دوي ته ګڼ شمېر وسلې او مهمات لاسته ورغلي دي، او د یوشمېر حکومتي ځواکونو مړي په سیمه کې پراته دي.
دغه راز د سنګين ولسوالۍ نه په ورته راپور کې ويل شوي دي چې، د تېرې شپې د نښتې په جریان کې د حکومت ۲۲ تنه عسکر مړه او ژوبل شويدي .
همدا راز له مرجې ولسوالۍ نه تازه ورکړل شوي راپورونه وایي چې د ولسوالۍ مربوطه ټولې سیمې د طالبانو په لاس کې دي د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانيتر شدیدو بريدونو لاندې دي او د محاصرې په حال کې ده .
د ګرشک ولسوالۍ کې هم تېره شپه طالبانو یوې جګړې په جریان کې ۲ پوستې نيولي ۶ تنه افغان سرتېري يي وژلي دي .
همدارنګه طالبانود ځاني تلفاتو په اړه ويلي دي چې ددوي ملګري تردې دمه کوم زیان نه لري .
او د افغانستان کورنیو رسنيو هم د هلمند د جګړې راپورونه خپاره کړي دي او ځيني خبریالان روانه جګړه له نزدې نه څاري .
د هلمند ولایت د روانو جګړو د نورو زیاتو جزئیاتو لپاره کابل ټکی کام څارئ.
بدرالدین ځواک
















