(کابل ټکی کام :یکشنبه ،لړم ۱۷ ،۹۴ ۱۳ل)
قربانقلي بيردي محمدوف د ترکمنستان ولسمشر د خپل هېواد دوو کمپنیو ته د ګازو نل لیکې پروژې د کار پیلولو امر ورکړ .
دغه فرمان چې د شنبې په ورځ ولسمشر بردي محمدوف صادر کړ، د دې پروژې عملي کار به په ډيسامبر کې پیل شي.

په دغه پائپ لائن چې شاوخوا ۱۰ ميلیارده ډالر لګښت به ولري، ۱۸۰۰ کیلو مټره اوږدوالی لري د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقال کړي .
اټکل شوې ده چې دغه پروزه به په۲۰۱۸ميلادي کال پای کې بشپړه شي .
او اوس مهال د ترکمنستان ډیر ګاز د چين هېواد ته ورکوي .
محمدسمیع سعادت
















