(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲) الماس خدرخېل
خبريالان وايي، په اچين ولسوالۍ کې د امريکايانو له خوا د ستر (د بمونومور) بم د غورځولو ځای ته نن په لسمه ورځ هم نه ورپرېښودل کېږي.
امريکايانو د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د وري په ۲۴مه تر اتوم بم وروسته تر ټولو ستر بم (د بمونومور) د داعش وسله والو پر مرکز وغورځاوه.
افغان چارواکي دعوه کوي، چې د دې بم بريد پر مهال د داعش ډلې يو شمير قوماندانان او لسګونه وسله وال وژل شوي دي.
له دې پېښې وروسته هره ورځ خبريالان دغې ولسوالۍ ته ورځي، ترڅو کره معلومات ترلاسه کړي خو وايي د امنيتي ځواکونو له خوا اجازه نه ورکول کېږي.
د امريکا غږ خبريال ذبيح الله غازي هم نن يو ځل بيا د خبريالانو له ډلې سره اچين ته تللى دی.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په سيمه کې مېشت امنيتي ځواکونه نه يوازې دوى ته د مخکې تګ اجازه نه ورکوي، بلکې بد وضعيت هم ورسره کوي.
نوموړي زياته کړه: ((څو ورځې مخکې ځينو سرتېرو پر خبريالانو د ټوپک شپېلۍ هم نيولې وه، نن د سيمې قوماندان خپل سرګروپ ته په مخابره کې وويل چې زه له خبريالانو پټ شوى يم، ته هم اجازه مه ورکوه او رخصت يې کړه.))
په ننګرهار کې د ژورنالستانو د خونديتوب ټولنې استازی شېرشاه همدرد وايي، معلوماتو ته لاسرسی د هر افغان حق دی او ژورنالستانو ته قانون ځانګړی حق ورکړی، خو په خبره يې چې په ننګرهار کې له ژورناليستانو دغه حق اخيستل شوی او د بمونو مور د استعمال ځای چې ترټولو مهمه پېښه ده هغه ځای ته نه پرېښودل کېږي.
له اتوم بم وروسته دویم قوي بم د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې استعمال شو او دغه مسئله د هېواد په دننه کې د ځينو عوامو او سیاسيونو جدي منفي غبرګونونه هم له ځانه سره لرل.


















