احمد جنید مبارز
عبدالله بن مسعود رضي الله تعالی عنه وایي ما د صادق المصدوق صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل، (دا د عبدالله بن مسعود تکیه کلام ؤ د رسول علیه السلام په باب، همېشه به یې صادق المصدُوق ورته ویل)، وایي:
انسان چي کله د مور په نس کي جوړیږي، نو انسان ۴۰ ورځي نُطفه وي، د ۴۰ ورځو تر مکملېدو وروسته بیا ۴۰ ورځي انسان یوه ټوټه سره وینه سي، کله چي هغه مکملي سوې بیا دریمه څلوېښتي انسان یو داسي غوښه سي، ته به وایې په خوله کي ژوول سوې ده، چپه و راسته، کږه وږه، دا درې څلوېښتۍ چي پوره سوې، په دغه وخت کي الله عزوجل و دغه انسان ته ملکه په څلورو شیانو سره راواستوي، ملکه راځي نویشته کوي، په هره نویشته کي ددې څلورو نویشتو څخه د الله عزوجل سره مشوره کوي، الله عزوجل ته وایي چي:
۱: عمل یې څومره ولیکم؟
هغه ور وښوول سي.
۲: اجل، نېټه د مرګ یې پر څه وخت ولیکم؟
هغه ورته ولیکل سي.
۳: رزق یې څومره ولیکم؟
هغه ورته وویل سي، دا یې ولیکي.
۴: شقي که سعید، یعني بدبخته که نېکبخته؟
دا ورته وښوول سي، هغه ولیکل سي.
دا څلور چي مکمل کړل، بس په دغه وخت کي نو روح پکښي پُوْ سي، د روح د پُوْ کېدو څخه مخکي دا ټوله شیان ولیکل سي بیا روح وروسته پکښي پوکل کیږي.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته په دې حدیث کي فرمایي وايی: زما دي قسم وي په هغه الله سره چي دده څخه ماسوا بل خدای نسته، یو سړی به په تاسو کي د جنتیانو عمل کوي وای آخر به دده او د جنت په منځ کي یوه لوېشت مځکه پاته وي، یوه لوېشت دا مطلب چي صرف مړ سو، سمدستي به جنت ته ځي، په دغه آخر د عُمر کي د دوږخیانو اعمال شروع کړي نو آخر ځای یې دوږخ سي، ولي؟!
ځکه مخکي ملکي دی په شَقِيْ لیکلی دی، یعني په بدبخته سره.
بیا وایي: دغه رقم یو سړی دی د دوږخیانو عمل کوي، تر دې اندازې چي دده او د دوږخ په منځ کي یوه لوېشت مځکه وي، که دی مړ سو، سمدستي به دوږخ ته ځي، نو په دغه وخت کي دی د نېکانو عمل شروع کړي چي مړ سو، جنت ته ولاړ سي، ولي؟!
ځکه هلته ملکي په سَعِيْد لیکلی دی، په نېکبخته سره.
[امام بخاري في کتاب التوحید]
الله عزوجل دي مو آخره خاتمه پر ایمان کړي.


















