د بلخ برید او څو خبرې

جاوید
لومړی خو باید روښانه کړو چې د بلخ برید د طالبانو د ځواک ښودلو په معنا ؤ، چې وښايي د امریکایي اشغال له ماتې وروسته طالبان لا هم یو جنګي ځواک دی او څه چې وغواړي په هر وخت او ځای کې یې کولی شي.
برید په چا وشو؟
برید په هغو افغان ځواکونو وشو چې د یوې مړۍ پیدا کولو لپاره د طالب، قاچاقبر او تروریست په مقابل کې یې ځان سپر ګرځولی او تر مرګ پورې یې هرڅه په ځان منلي، تر څو یې خیلخانه وږې تږې او د بل لاس ته ونه دریږي، هغوی ته د دې مقابلې غم نده ورغلی، نه د هیواد پخاطر یې را دانګلي، هغوی د مجبوریت له سرحده تر دې ځایه را دانګلي دي.
ولې ووژل شول؟
روښانه حقیقت دی چې کله چاته د یوه کور مسؤلیت ور په غاړه شي، یا یې د یو څه پخاطر دې مسؤلیت ته اوږه ورکړې وي، نو بدهي ده چې دا سړی به دا خپل کور د هر پردي له نظر څخه ساتي، که پرې حمله وشوه د سر په بیه ترې دفاع کوي.
نو یو وخت مو د ګران هیواد چارسنبالی مشر طالب جان ؤ هغه ؤ چې نړیوالو نیواکګرو پرې ناتاره بریدونه وکړل او دا خاوره یې د ویرونو او آهونو په درشل بدله کړه.
له لومړۍ ورځې بیا تر ننه همدا طالب د هغې کفري نړۍ سره د سر په بیه جنګیږي او لا دا نامعلوم مسیر مخ پروړاندې روان ده.
داچې نو افغان عسکر ولې ووژل شي؟
نو طبعي ده چې د کور څخه دفاع داسې کیږي چې که د کور له منځه هم څوک د دښمن متحد ؤ باید لومړی هغه له منځه یوړل شي.
دا چې د اشغال له لومړۍ ورځې طالب (مبارز ولس) عسکر ته وایې چې د اشغالګرو له همکارۍ څخه ځان وساتي او ځان دې د نړیوال کفر په مخکې مدافع ځواک نه جوړوي. (ولسمشر وایی موږ د نړیوال امنیت لپاره جګړه کوو.)
نو دا چې د امریکایانو حامیان همدا عسکر دي، نو طالب هم ورسره جګړییز ځواک موازي پیل کړی.
طالب د ولس له غیږې د اشغال په ضد یو داسې را پنځیدلی ځواک دی چې دلته هیڅ بهرني لاسونه ورته د زغملو ندي.
پدې نظام کې دننه داسې کسان شته چې له همدې طالب حمایت کا او وایی چې ښه پوهیږي چې هیواد مو اشغال ده خو څه چې نشي کولی دا ښایی د دوی خپله بې غیرتي وي.
له بلې خوا د بلخ برید طالبانو د خپلو والیانو غچ بللی. خو دا چې په اکثریت ولایاتو کې دا ځل پسرلني توند عملیات روان ؤ او حکومت له ټول ځږ زور کار اخیسته تر څو طالبان په اول وخت کې متأثره کړي ښایی طالبانو د دې دسيسې په له منځه وړلو کې هم کار کړی وي.
