(کابل ټکی کام :دوشنبه ،لړم ۱۸ ،۹۴ ۱۳ل)
طالبانو د یوې خبري اعلاميې په ترڅ کې ويلي دي چې دوي د درازکوف په مټ ۱۴ تنه امنیتي چارواکي وژلي او یو ثقيل يي ورځنې ولجه کړی دی .
د طالبانو له قوله دغه ۱۴ تنه افغان سرتيري د یادې ولسوالۍ اړوند چار راهي سیمه کې د څو درازکوفونو په رسابریدونو کې دوي قتل کړي دي .
د مارجې ولسوالۍ دغه روانه جګړه دوو اونیو ته وغځېده چې درنه مرګ او ژوبله يي دواړو لوریو ته واړوله .
دغه راز په یاده ولسوالۍ کې یو شمېرو نورو سیمو د نيولو او د افغان عسکرو وژلو خبرونه هم ورکړل شوي دي، خو دمګړۍ مونږ ته د تېرې شپې د جګړي نور جزئیات نه دي تر لاسه شوي .
د نورو جزئیات لپاره کابل ټکی کام سره اوسئ.
بدرالدین ځواک
















