(کابل ټکی کام :دوشنبه ،لړم ۱۸ ،۹۴ ۱۳ل)
طالبانو په خپل رسمي ویب پاڼه کې د یوې خبر پاڼې په نشرولو سره ويلي دي چې ددوې وسلوالو نن سهارمهال ۵ بجوکې د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند د مملي قیوم خیلو په سیمه کې د افغان امنیتي چارواکو پر ۲ امنیتي پوستو د سپکو او درنو وسلو پراخ تعرضي بریدونه کړي، چې پایله کې يي دواړې پوستې په بشپړه توګه تخریب او ۷ تنه پولیس وژل شوي او ۱۱ تنه نوريي ټپیان دي.
دغه راز طالبانو په خبر کې ويلي دي چې دوي په دغه سیمه کې دوې درنه چاودنې په نورو افغان کمکي ځواکونو ترسره کړي، چې په نتيجه کې يي ۱ MB ټانک، ۱ عراده رینجر تخریب شول، په کې سپاره ۹ تنه پولیس مړه او ټپیان شول .
طالبانو په دغه جګړه کې د خپل یوتن مجاهد وژل کېدو خبر هم ورکړی .
سليم بریال
















